عبدالله: د ناامنیو ډېرښت یو لامل د تېر حکومت د سولې تګلاره ده

Image caption له تېر حکومته د ملي یووالي حکومت ته په سپارل شوې بودیجې کې نیم ملیارد ډالر کسر یا کمښت وو. عبدالله عبدالله

د افغان حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وايې، د تېر حکومت د امنیتي او سولي اړوند سیاست له امله په هېواد کې طالبان پیاوړي شول.

ښاغلي عبدالله نن ' یکشنبه- اکتوبر ۱۸ 'په یوه خبري غونډه کې وویل، چې پخوا حالت داسې نه و، چې طالبان کمزوري شوي وي او سولې ته حاضر شوي وي یا له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک له امله حالت خرا ب شوی وي.

نوموړي همدارنګه وویل چې خلکو د ملي یوالي پر حکومت باور له لاسه ورکړی دی.

احمدشاه انګار له کابله خپل رپوټ کې کاږي، چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائي رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، خلکو د ملي یوالي پر حکومت باور له لاسه ورکړی دی.

ښاغلي عبدالله نن یکشنبه د یوې خبري غونډې پرمهال وویل، له تېر حکومته د ملي یووالي حکومت ته په سپارل شوې بودیجې کې نیم ملیارد ډالر کسر یا کمښت وو.

اجرائي رئیس همدارنګه وویل هغه کارونه چې په تېر یوه کال کې د اوسني حکومت لخوا ترسره شوي پایلې به يې وروسته خلکو ته معلومې شي.

د ښاغلي عبدالله په وینا حکومت د تیر یوه کال له ستونزو ښه لوست اخیستی دی.

ښاغلی عبدالله وايي، په تېر یوه کال کې د نا امنیو د ډېرښت یو لامل هم د تېر حکومت د سولې تګلاره وه، چې له امله يې د ده په خبره طالبان نورهم پياوړي او ډېر شول.

له حکومت او نظامه دفاع

د هغه په وینا د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هم د جګړې ټول پیټی د افغان ځواکونه پر اوږو ور پرېوت.

ډاکټر عبدالله وايي طالبانو خپل ټول امکانات وکارول چې اوسنی حکومت او نظام ړنګ کړي، خو وايي په دغه چاره کې کې د ده په خبره ناکام شول.

ښاغلي عبدالله ټنګار وکړ چې دی او ولسمشر غنی د سولې لپاره ژمن دي او وايي د سولې لپاره د تېرو هڅو نه يې درس اخیستی دي.

د افغان ملي یووالي حکومت اجرایي رئیس همدارنګه وویل په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پاتې کېدل د دغه هېواد لپاره یوه ګټوره پرېکړه وه.

د ده په وینا ترهګري پولې، قوم او دین نه پېژني او هر هېواد چي له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مرسته کوي نو افغان حکومت یې هر کلی کوي.