افغان حکومت د غیرقانوني کډوالو د تګ مخنیوي کمپاین پیل کړی

د انځور حقوق
Image caption له هېواده د افغان ځوانانو ناقانونه کډوالی پر افغان دولت هم نیوکې زیاتې کړې

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت پرناقانونو لارو بهر ته د تلونکو افغانانو لپاره د پوهاوي کمپاین پیل کړی دی.

کمپاین د ښار د سوداګریزو اعلانونو پر لوحو، خصوصي تلویزیونونو، خواله رسنیو او د لوړ پوړو مشرانو په مرسته کېږي.

اروپا ته د نا قانونه سفرونو د کړکېچ له پیله تر دې دمه نږدې سل زره افغانان له هېواده تللي دي.

کابل کې زموږ همکاره زمزمه نیازۍ په خپل رپوت کې کاږي، له کله چې د اروپا پولې د ناقانونه کډوالو پر مخ سختې شوي، ډېری ناقانونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته را استول شوې دي. اروپا ته د کډوالو د جوپو تر ور ماتیدو وروسته، لس ګونه زرو افغانانو د ښې راتلونکې لپاره اروپا ته د سفر څپلۍ په پښو کړې.

له هېواده د افغان ځوانانو ناقانونه کډوالۍ پر افغان دولت هم نیوکې زیاتې کړې.

اوس افغان دولت غواړي د ناقانونه سفرونو مخه ونیسي.

د کډوالو وزارت لسګونه لویې لوحې د ښار د واټونو پر څنډو ځړولې. د کابل ښار نادرپښتون جاده کې د یوې لوحې پر مخ لیکل شوي:

د انځور حقوق
Image caption کمپاین د ښار د سوداګریزو اعلانونو پر لوحو، خصوصي تلویزیونونو، خواله رسنیو او د لوړ پوړو مشرانو په مرسته کېږي

' ګرانه هېوادواله! د وطن بېرته جوړول ستا لاسونو ته اړتیا لري، مه ځه له ماسره اوسه شاید بېرته راستنیدل نه وي.'

دولت په دغه کمپاین کې هڅه کوي د خواله، غږیزو، چاپي رسنیو او ویبپاڼو په مرسته ځوانانو ته ووایي چې له ناقانونه سفرونو لاس پر سر شي.

په یوه انټرنېټي پاڼه کې یو انځور وینو، پرې لیکل شوي، آیا پوهیږئ، چې افغانستان په نړۍ کې د غیر قانوني کډوالۍ زیات شمېر مړینه لري؟ مه پریږدئ چې دوستان مو د مرګ کندې ته ولویږي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند اسلام الدین جرائت وایي د هغو ځوانانو د پوهاوي لپاره یې دغه کمپاین پیل کړی چې په خطرناکو لارو بهر ته ځي.

دغه وزارت له لوړ پوړو مشرانواو پیژندل شویو څېرو هم غوښتي چې په لویو غونډو کې په خلکو په تېره بیا ځوانانو، په ناقانونه لارو د نه تللو غږ وکړي.

د انځور حقوق
Image caption اوس افغان دولت غواړي د ناقانونه سفرونو مخه ونیسي

بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه اروپا ته په ناقانونه لارو تلونکي ځوانان له خورا مرګونو څپو تیریږي.

دولت مني چې په څو وروستیو میاشتو کې نږدې ۱۰۰ زره افغانان اروپا ته تللي دي. خو دا چې اروپا خپلو پولو کې امنیتي تدابیر ډېر کړي، نو هېواد ته د افغانو پناه غوښتونکو راستنیدل هم ډېر شوي دي.

د لغمان یو اوسیدونکي سمیع الله دوه ځله راستون شوی دی، خوغواړي درېیم ځل لپاره خپل بخت و ازمایي.

افغان حکومت د دغې چارې د مخنیوي په هڅو لګیادی، یوه بیلګه یې په لویو لوحو همدغه اعلانونه دي چې د کډوالو وزارت د وینا له مخې په کابل، مزار، ننګرهاراو کندهار ښارونو کې یې هم لګولي.

د دغه وزارت ویاند اسلام الدین جرات وایي وزارت یې هیله مند دی چې دغه کمپاین کې د نړیوالو مرستې هم شریکي شي.