'مرګ دې وي په مړه ګېډه'

د افغانستان په یوشمېر سیمو کې د نا امنیو له ډېرېدو سره مسافر پر لویو لارو د تګ پرمهال وېره لري.

ددولت د مخالفینو فعالیتونه، د مسافرو وژل کېدل او تښتول، د وسلوالو له لوري د مسافرو پلټنه دا ټول هغه څه دي چې اندېښې یې ډېرې کړې دي.

زموږ همکار امیر بریال داسې مهال له کابله مزارشریف ته سفر کړی چې کندوز ښار د طالبانو په لاس کې و. ښاغلی بریال د خپلو سترګو لیدلی حال راته وايي:

زما له تالو د الوتکو پر ټکټونو اخیستو ګڼه ګوڼه وه.

یوه کابلي همکار راته وویل که موټر کې ځې نو پام دې وي.

سهار درې بجې له خوبه راپاڅېدم، د مزار هډه کې چې له ټکسي کښته شوم، د څو نورو هم بیکونه پر اوږو وو، د لارې د وضعیت په اړه په خپلو کې پسنېدل.

یوه يې وویل چې هرډول وي نو لوی موټر ښه دي. له دې خبرې سره ماهم د ۴۰۴ بس موټر ترانسپورت ته ځان ورساوه.

لومړي بس لا نه وو خوځېدلی، خوڅوکۍ يې ډکې شوې وې، موټروان د یوه ناسوب کس پر څوکۍ کښېنولم.

د اړخ په څوکۍ مې، ما غوندې یوبل ډنګر سړی کېناست، نه پوهېږم چې په بیک کې به يې کمپیوټر و که نور څه، د بس په پورته تاقچه کې کېښود.

د نورو ورځو په توپیر نن د مسافرو پر خوله خدایه په خیرمو ورسوې، ډېراورم.

چاریکار ته نژدې شوو، بس يې ودراوه، کلینډر غږ وکړ چې وروڼو که کارت یا ګلکسي ټلیفونونه لرئ رایې کړئ، چې پر لاره خطر درته جوړ نه شي‎.

ترڅنګ مې ناست کس کورنۍ ته زنګ وواهه چې ''ټیلیفونونه ټولوي، بندوم یې، اندېښنه مه کوئ''.

د کلینډر لمن له ټیلیفونونو ډکه شوه، خو نه پوهېږم چې د بس په کوم ځای کې یې خوندي کړل.

ده پسې د چلونکېيغږ پورته شو، وروڼو که پرلاره چا ودرلو هرڅوک چې وو که پوځي جامې لرلې او که ملکي، ټول به ورته وایو چې هټیوال او کاروباريان یو، دولت کې دنده نه لرو. سمه ده؟

ټولو کړل هو، هو، بلې استاده سمه ده.

شېبه وروسته خوب وړی وم، چې راپاڅېدم د سالنګ تونل ته نژدې غرونه وو.

د مسافرو اندېښنه له خنجان نه تر سمنګان پورې ده. کندوز طالبانو نیولی او د بیا نیولو خبرې روانې دي.

په هوټل کې د ډوډۍ پرمهال د تلویزیون پر پرده د جنګ او نا امنۍ تصویرونه او خبرونه دي.

'مرګ دې وي په مړه ګېډه'

ما هم ښه د۲۰۰ سوه افغانیو شیرکبان وخوړل.

بیا بس ته پورته شوو ددوشي پله ته لار پاتې وه چې ګڼ ګاډي ولاړ دي ځینې یې راتاووي او بېرته مخ په کابل ځي.

یوه کس چې ګډه وډه لونګۍ یې پر سر وه، زموږ چلونکي ته لاس خوځاوه چې وړاندې مه راځه.

ترڅنګ مې ناس کس پورته شو او خپل بیک یې راوخیست چلونکي ته يې غږ کړ چې د بس د شا دروازه خلاصه کړه، زه نه ځم.

Image caption چشمه شیر ته نژدي شوو، د شولو د لو وخت دی. ځینې پټیو کې د لو شویو شولو قودې پرتې دي نورې ژیړ کښت ولاړ ښکاري.

که رښتیا ووایم زما زړه کې هم سل خبرې تېرې شوې.

خو یوه غږ کړ: وروه په افغانستان کې هره ورځ هره خوا همدا حال دی څه وکړو راځه بې اجله مرګ نشته، خو د څوکۍ ملګري یې پر دې خبر غوږ ونه ګراوه، لاړ ښکته شو.

دلته د شپې پر واټ ډبرې اچول شوې واړه ګاډو په سختي پرې اوړي.

د سړک غاړې د تپو پر سر وسله وال ښکاري، کیلنډر وايي مه وارخطا کېږئ طالبان نه دي اربکیان دي.

تر نیم ساعت ځنډ وروسته موټر بیا حرکت وکړ، له دوشي تېر شوو ترمخ مو له مزار را روان بس ته چلونکي څراغ ورکړ دواړه بسونه ورو شول چلونکو سرونه له کړکيو راوایستل: څه خبره ده پر لاره استاده؟

''طالبان نزدیک چشمه شیر تالاشی دارد'' نور خیرو خیرت دی فکر مو وي.

۲۰ دقیقې وروسته بیا ودرول شوو.

پلخمري ته لا ډېره لار پاتې د ملي اردو ټانکونه ولاړ دي.

دواړه خواوې تپې او غرونه دي د ماشیندار او نورو وسلو ګولیوغږونه اورېدل کېږي، پوځیان ښکاري چې د مرمیو امیلونه له ځان تاوو کړي، یوه يې له بس لاس غوځولی چې وړاندې مه راځه، ملکي ګاډي له پوځي ګاډو سره ګډوډ ودرېدل، یو مسافر چې له مېرمني سره يې څنګ په څنګ ناست او یو کلن ماشوم يې په غېږ کې نیولی و، وویل که مخالفین پر ټانګونو ډزې وکړي، خو ګولۍ يې پر موږ لګېږي، ورته ووايي چې موږ دې پرېږدي چې لاړ شو.

څلور کسه ورښکته شول پوځیانو ته يې وویل چې طالبان له موږ سره کار نه لري موږ پرېږدي چې ځو دلته خو که په تاسې هم ډزې وکړئ په موږ لګېږي.

د خلکو له ټینګار سره یوه پوځي مخابره خپلې خولې ته نژدې کړه، قومندان صاحب مسافرغواړي لاړ شي، د جنګ کیسه کې نه دي هدایت مو څه دی؟.

ځواب: افغانان دغسې سرزوره دي خون يې پر خپله غاړه - پرېږدئ چې ولاړ شي.

چلوونکي بیا ګیرونه ور بدل کړل.

پلخمري کې ډېر مسافر کښته شول، نه پوهېږم چې مخ کې لا د پاتې خطر له وېرې او که به د همدې ځای وي.

چشمه شیر ته نژدي شوو، د شولو د لو وخت دی. ځینې پټیو کې د لو شویو شولو قودې پرتې دي نورې ژیړ کښت ولاړ ښکاري.

سړک غاړې ته ګورم چې څوک ښکاري.

له پلخمري ډېر نه یو لیرې شوي چې دلته دوه پوستې مخې ته راغلې، څنګ ته په پټیو کې څو تنه کتار ښکاري چې ملاګانې یې په دستمالونو تړلې او لورونه يې په لاس کې دي.

ټولو غاړې جګې نیولې او د بس د مخ له هیندارې لارې ته متوجه دي چې طالبان چېرته دي؟ او اوس به له خلکو سره څنګه چلند کوي.

یو کس موټر ته لاس ورکړ، چلونکي بس ورو کړ، سورلۍ وايي ماشوم دی مه يې دروه استازه!

د چشمه شیرهټۍ نن تړلې دي، ښکاره ده چې دلیل یې نا امنۍ او جګړه ده.

بس پر واټ یوه جمپ ته نژدی شو، له ليرې ښکاري، دواټ پر سر یو سپین بیرغ رپیږي، چې د سړک دواړو غاړو ته د برېښنا په ستنو پسې په یوه تناب پورې تړل شوی.

ګاډي ترېنه لاندې تېرېږي، دا شېبه طالبانو تالاشي پرېښې او تللي.

خو لاهم د مسافرو زړونه درزېږي چې ښایي ځای ته يې بدلون ورکړی وي.

څو نورې پوستې هم ښکاري چې سوځېدلې، خو له ځینو سره پولیس ولاړ دي.

د سمنګان رباتک کوتل ته نژدې شوو.

د چلونکي لاودسپیکر بیا وغورېده،غږ يې کړ، ډاډه اوسئ ان شاء الله د خطر له سیمې تېر شوو.