'د فاریاب غورماچ امنیه قومندان طالبانو ته تسلیم شوی'

د فاریاب د ملي اردو لومړۍ لوا وايي، د غورماچ ولسوالۍ امنیه قومندان پخپله خوښه له خپلو کسانو سره طالبانو ته تسلیم شوی، چې مخکې یې هم اړیکه ورسره لرله.

تېره ورځ داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني د غورماچ امنیه قومندان مجید ګلیم بافي له خپلو کسانو سره طالبانو نیولی دی.

خو فاریاب کې د ملي اردو د لومړۍ لوا ویاند جګړن رضا رضايي بي بي سي ته وویل: ''هغه نیول شوی نه دی، بلکې له طالبانو سره د مخکینۍ اړیکې پر بنسټ هغوی ته له خپلو کسانو سره تسلیم شوی''.

نوموړی وايي، له دغه قومندان سره شاوخوا دېرش کسان هم طالبانو ته تسلیم شوي.

ښاغلی رضايي وايي، دا مهال د غورماچ امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ ودانۍ له حکومتي ځواکونو سره دي.

وړاندې داسې خبرونه وو، چې ګني طالبانو غورماچ ولسوالي نیولې ده.

نوموړی وايي، لاهم خال خال جګړه روانه ده.

دی زیاتوي، غورماچ ولسوالي پر دوو برخو وېشل شوې: شمال ختیځه او سوېل لوېدیځ چې شمال ختیځه یې له ملي اردو سره او سوېل لوېدیځه برخه یې له مخالفانو سره ده.

دی وايي، هلته طالبانو پر سړکونو ماینونه اېښي او دوی خپله د ځنګلي سیمې په کورونو کې پټ دي.

د انځور حقوق f
Image caption ویل کېږي د فاریاب غورماچ ولسوالي له طالبانو بېرته نیول شوې.

پر همدې مهال، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د شمالي ولایتونو د امنیت له خرابېدو وروسته یوځل بیا جوزجان ولایت ته تللی دی.

ښاغلي دوستم شبرغان ته له رسېدو وړاندې خبریالانو ته وویل، د فاریاب غورماچ ولسوالۍ او کندوز ولایت ناامنیو خلک اندېښمن کړي.

ده وویل، دا مهال غورماچ ولسوالي له طالبانو بېرته نیول شوې ده.

ورته مطالب