د محمود سوما جنازه کابل ته ورسېده

د افغانستان د لوړو زده کړو پخواني وزیر پوهاند محمود سوما جنازه چې په اتریش کې مړ شوی و، نن (سې شنبه اکتوبر ۲۰) کابل ته ولېږدول شوه.

د چهارشنبې (اکتوبر ۲۱) په ورځ په کابل کې د جنازې تر لمانځه وروسته به د نوموړي جنازه خوست ته لېږدول کېږي او په پلرنۍ هدیره کې به خاورو ته سپارل کېږي.

ښاغلی سوما د ۷۸ کلونو په عمر (د جمعې په ورځ د اکتوبر ۱۶مه) په ویانا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

هغه د زړه ناروغي لرله او په وروستیو کې د پښتورګو له ناروغۍ هم کړېده.

محمود سوما ۷۸ کاله پخوا د خوست په متون کې په یوه بزګره کورنۍ کې زېږېدلی و.

لومړنۍ زده کړې یې د خوست غرغښت ښوونځي کې وکړې، نوړې زده کړې یې د کابل دارلمعلیمن کې پر مخ بوتللې او وروسته بیا د ساینس په برخه کې د لوړو زده کړو لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ته ولاړ.

د بیروت په امریکایی پوهنتون کې تر لوړو زده کړو وروسته نوموړی افغانستان راستون شو او په کابل پوهنتون کې د کمیا د مضمون ښوونکی شو.

د افغانستان د ښوونځیو لپاره د اووم نه تر ۱۲ ټولګي پورې د کېمیا کتابونه ښاغلي سوما لیکلی وو.

پوهاند سوما د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند لوړ پوړ غړی و.

د ثور له اوومې وروسته چې د افغانستان د خلک دموکراتیک ګوند واک ته ورسېد ښاغلی سوما د لوړو زده کړو وزیر شو.

پوهاند سوما شاوخوا شل کاله له افغانستانه لرې جلا وطنۍ کې تېر کړل.

هغه د خلک د موکراتیک ګوند د سیاسي بېرو غړی و او د حفیظ الله امین سره نژدې پاتې شوی دی.

ښاغلي سوما شاوخوا ۱۰ سیاسي کتابونه لیکلی دي، لکه د ثور وسله وال پاڅون او د افغانستان مسله.