نړيوال بانک د شمال او جنوب نښلوونکې لارې رغوي

د انځور حقوق DABS.AF
Image caption د سالنګ تونل د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی دی چې د اوبو له سطحې کابو ۳۴۰۰ متره لوړ د هندوکش په لوړو کې موقعيت لري

نړيوال بانک د هغو دوو لويو لارو د بيارغونې لپاره ۲۵۰ ميليون ډالر بېل کړي، چې د افغانستان شمال د هندوکش غرونو له لارې له سويل سره نښلوي.

د نړيوال بانک د خبرپاڼې پر بنسټ د هندوکش نښلوونکې لارې ښايي داسې جوړې شي چې د کال په څلورو موسمونو کې د خلکو د تګ راتګ لپاره د ګټې اخيستو وړ وي.

اوسمهال شمال ته د هندوکش غرونو نه دوه لارې تېرېږي چې يوه يې د سالنګ او بله يې هم د بغلان- باميان ده چې سړک يې خام دی.

نړيوال بانک وايي کله چې د سالنګ لار د خرابې هوا او يا هم واورې ښووېدو له امله بنده وي نو بايد يوه بديله لار وي.

دوی وايي د سالنګ لارې بديل لاره د باميان-بغلان لار ده او دوی هڅه کوي دغه لار ورغوي.

پر سالنګ واټ د ژمي په موسم کې د موټرو تګ راتګ سختېږي او ځينې وختونه د واورې ښووېدو له امله واړه موټر نه پرېښودل کېږي چې پر دغې لارې تېر شي.

د انځور حقوق DABS.AF
Image caption د سالنګ لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي

په افغانستان کې د نړیوال بانک د پروګرامونو مسوول باب سام وايي: ''سخت ژمی د سالنګ لار بندوي او موږ اړتيا لرو نښلوونکې لارې ولرو. هڅه کوو د باميان- بغلان لار د کال په اوږدو کې د خلکو پر مخ پرانستې وي.''

ټاکل شوې دغه پروژه په اوو کلونو کې بشپړه او چارې به يې د افغانستان د فوايد عامې وزارت څاري.

د سالنګ تونل د شوروي اتحاد په مرسته جوړ شوی دی چې د اوبو له سطحې کابو ۳۴۰۰ متره لوړ د هندوکش په لوړو کې موقعيت لري.

څو کاله وړاندې دغلته واورو ښووېدو نژدې ۳۰۰ کسان ووژل او لسګونه موټر يې لاندې کړل.

د سالنګ لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

ورته مطالب