طالبانو د غورماچ امنیه قومندان وژلی

د انځور حقوق bbc

د افغانستان شمالي فاریاب ولایت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت غورماچ ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالمجید ګلیم بافي وژلی دی.

د فاریاب ولایتي شورا مشر سید عبدالباقي هاشمي بي بي سي ته وویل، دغه قومندان او ۱۸ کسان یې څو ورځې وړاندې د طالبانو له خوا نیول شوي وو.

دی وايي، د طالبانو اړوندو کسانو تېره شپه دغه قومندان د پولیسو په هغه پوسته کې وژلی، چې وړاندې یې هلته ۱۷ پولیس وژلي وو.

ښاغلي هاشمي ادعا وکړه، چې د وژل شوي امنیه قومندان مړی سخت ژوبل کړای شوی او د ۱۸ نورو پولیسو برخلیک لا هم ناڅرګند دی.

د ولایتي شورا دغه مشر دا هم وویل، چې د غورماچ ولسوالۍ مرکز اوس له طالبانو سره دی او هغو افغان امنیتي کومکي ځواکونو - چې د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره استول شوي وو ـ وکړای شو چې د فاریاب قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو اړوند دفاعي لومړۍ کرښې ماتې کړي او اوس د پرمختګ په حال کې دي.

دی وايي، د طالبانو اړوند پنځه مړي په سیمه کې پاتې دي او شواهد ښيي چې طالبانو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دوه ورځې وړاندې په شمال کې د ملي اردو د لومړۍ لوا ویاند جګړن رضا رضايي بي بي سي ته وویل، عبدالمجید ګلیم بافي له خپلو کسانو سره پخپله خوښه له طالبانو سره د مخکینۍ اړیکې پر بنسټ هغوی ته تسلیم شوی.

Image caption پر همدې مهال، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د شمالي ولایتونو د امنیت له خرابېدو وروسته یوځل بیا جوزجان ولایت ته تللی دی.

پر همدې مهال، د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم د شمالي ولایتونو د امنیت له خرابېدو وروسته یوځل بیا جوزجان ولایت ته تللی دی.

ښاغلي دوستم شبرغان ته له رسېدو وړاندې خبریالانو ته وویل، د فاریاب غورماچ ولسوالۍ او کندوز ولایت ناامنیو خلک اندېښمن کړي.

د انځور حقوق f
Image caption وړاندې ویل شوي وو چې د فاریاب غورماچ ولسوالي له طالبانو بېرته نیول شوې، خو اوس ښکاري چې دا ولسوالۍ لاهم له طالبانو سره ده.

ورته مطالب