د افغانستان په ختیځ کې د داعش ۲۱ غړي وژل شوي

Image caption د سرچینې په وینا په وژل شویو کې د عمر په نوم یو کس هم شامل دی.

د افغانستان په ختیځ کې چارواکي وايي چې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د دوو بېلا بېلو بې پېلوټه الوتکو بمبارۍ کې لږ تر لږه د داعش (اسلامي دولت) ډلې ۲۱ غړي وژل شوي.

د اچین ولسوال حاجي غالب بي بي سي ته وویل چې دغه دوه بريدونه نن غرمه (جمعه اکتوبر ۲۳) د دغه ولسوالۍ په مامند او بندر سیمو کې شوي.

د دغې سرچینې په وینا په وژل شویو کې د عمر په نوم یو کس هم شامل دی.

د ښاغلي غالب په وینا لومړی برید د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې د داعش وسلوالو په یوه پټنځای ترسره شو چې ۸ کسان په کې ووژل شول او دویم برید بیا د بندر په سیمه کې وشو چې درې کسان يې ووژل.

د ننګرهار اچین ولسوالي یوه له هغو سیمو ده چې د داعش ډلې وسلوال په کې موجود دي او په تېرو څو میاشتو کې په دغه سیمه کې ګڼ هوايي بریدونه شوي چې له امله یې د داعش ډلې لسګونه کسان وژل شوي دي.

څه موده وړاندې د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان وکړ چې په ننګرهار ولایت کې یې د یو لړ ځمکني او هوايي عملیاتو په ترڅ کې نژدې ۸۵ کسان وژلي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د هېواد په لر او بر کې د یو لړ ګډو عملیاتو په پایله کې ۸۰ کسه وسلوال وژلي او ۳۱ نور ټپیان دي.