''اسلام اباد دې د کابل په څېر افغان طالبان وځپي''

د انځور حقوق AFP
Image caption افغانستان له پاکستان غواړي په خپله خاوره کې د حقاني شبکې او طالبانو په ګډون ټولې هغه ډلې وځپي چې په افغانستان کې جګړه پر مخ بيايي

افغان حکومت د پاکستان د دې څرګندونو په غبرګون کې چې په يو وخت د افغان طالبانو وژل او خبرو ته کېنول شوني نه دي، وايي اسلام اباد دې د طالبانو پر وړاندې داسې دريځ غوره کړي چې کابل غوره کړی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند ظفر هاشمي بي بي سي ته وویل د پاکستان دولت باید له طالبانو سره د هغه تعریف پر بنسټ چلند وکړي چې دوی يې په خپله خاوره کې د ترهګرو لپاره لري.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه هغه خلک چې زموږ خلک وژني او زموږ نظام تر پوښتنې لاندې راولي، له هغوی سره افغان حکومت سوله نه کوي.

د ده په وینا افغان دولت له هغو طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دی چې د افغانستان اساسي قانون مني او وسله پر ځمکه ږدي.

تر دې وړاندې د پاکستان لومړي وزير نواز شريف ويلي و افغان ولسمشر اشرف غني ته يې په ډاګه کړې چې پاکستان د افغان سولې په ټپه ولاړ بهير د بيا پيلولو په لړ کې مرستې ته چمتو دى، خو دا نه شي کېداى چې هممهاله له پاکستانه د طالبانو د وژنې غوښتنه وشي او هم يې د خبرو اترو ميز ته راولي.

ښاغلي شريف دا څرګندونې په واشنګټن کې له ولسمشر اوباما سره له کتنې يوه ورځ وروسته په يوه څېړنېزه اداره کې د وينا پر مهال وکړې.

د پاکستان لومړي وزير په دې تړاو نور سپيناوى و نه کړ خو ظاهرآ يې اشاره د امريکا هغو غوښتنو ته وه چې وايي پاکستان دې د طالبانو او په دغه هېواد کې د نورو اورپکو پټنځايونو پر وړاندې ګامونه پورته کړي.

Image caption افغان حکومت وايي افغان طالبان د پاکستان په خاوره کې روزل کېږي او بيا پر افغان امنيتي ځواکونو بريدونه کوي، خو پاکستان دا ادعا ردوي

يوه لوړپوړي امريکايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي د رويترز خبري آژانس ته وويل: ''امريکا د افغان سولې په بهير کې د پاکستان هلې ځلې ستايي، خو د يوه بريالي سياسي بهير لپاره اړتيا ده پر هغو ډلو پرله پسې فشار واچول شي چې د خپلو موخو تر لاسه کولو لپاره د دولت او يا ملکي وگړو په وړاندې له تاوتريخوالي کار اخلي.''

د دغه امريکايي چارواکي په وينا امريکا اسلام آباد هڅوي چې په پاکستانۍ خاورې کې دننه د حقاني ډلې په گډون د طالبانو پر وړاندې ګام پورته کړي او دا د سولې د خبرو اترو د ملاتړ يوه وسيله ده.

دغه امريکايي همداراز ويلي چې پاکستاني چارواکو سره په خبرو اترو کې واشنګټن په دې ټينګار درلود چې د امريکا پر ضد د بريدونو پلانوونکو ډلو ټپلو پر وړاندې د پاکستان د دوامدارې مرستې تمه لري.

دی استدلال کوي چې پر طالبانو فشار به د دوى مشرتابه به په دې ناباوره کړي چې ګواکې کولى شي د پوځي هلو ځلو له لارې خپلو موخو ته ورسېږي.

امريکايي چارواکو همداراز د امريکا او پاکستان د مشرانو په ګډې اعلاميې کې د پاکستاني چارواکو د هغې ژمنې هرکلى کړى چې وايي د حقاني د ډلې په ګدون به د ټولو اورپکو پر وړاندې اقدام کوي.

په همدې ګډې اعلاميې کې د پاکستان او امريکا مشرانو دواړو، په افغانستان کې د سولې بهير ته هم خپله ژمنتيا ښودلې.

ورته مطالب