په جوزجان او فارياب کې د وسله والو او افغان ځواکونو تر منځ نښتې شوې

د انځور حقوق bbc
Image caption چارواکي وايي په دغو عملياتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د افغانستان په شمالي ولایتونو فاریاب او جوزجان کې یو ځل بیا د دولت وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.

د جوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو وسله والو طالبانو بريدونه کړي.

له تېرو دوو ورځو راهيسې دغه سيمه يوه څه ارامه وه خو يو ځل بيا پرې وسله والو کسانو بريدونه کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لومړي مرستيال جنرال دوستم مطبوعاتي چارو سلاکار سلطان احمد فيضي وايي طالبانو له فرصت نه په ګټې اخيستو بيا بريد کړی، چې په ځوابي نښتو کې يې ګڼ شمېر وژل شوي دي.

ښاغلی فيضي وايي يو شمېر وسله والو کسانو د افغانستان او ترکمنستان تر منځ وچه کې یوه ځنګله ته پناه وړې چې د دواړو هېوادو ګډه پوله ده.

نوموړی وايي "دلته د پټو شويو وسله والو شمېر څه د باندې ۸۰ تنه دی چې په وينا يې په دې اړه له ترکمن چارواکو سره هم غږېدلي او له دغو وسله والو يې غوښتي چې ځان وسپاري که نه پوځي ګام به يې په اړه پورته کړي".

د جوزجان امنيه قوماندان فقير محمد جوزجاني وايي د خماب ولسوالۍ د نن ورځې عملياتو کې يې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

دی وايي په دغو عملياتو کې يې ۲۰ وسله وال وژلي او ۱۰ يې ژوندي نيولي.

د ده په وينا اوس جګړه پای ته رسېدلې او په سيمه کې يې د پلټنې عمليات پيل کړي دي.

چارواکي مني په دې عملياتو کې يې لږ تر لږه څلور سرتېري ټپي شوي دي.

بل خوا د فارياب د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا وياند رضا رضایي وايي دوی د غورماچ په مرکز کې په جګړه بوخت دي او په دغو نښتو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.