کندوز: د بې پولې ډاکټرانو ټپي شوي کارکوونکي ساه ورکړه

د انځور حقوق EPA
Image caption بې پولې ډاکټران وايي تېر کال کندوز کې د دوی سيمه ييز روغتون ته د درملنې لپاره ۲۲۰۰۰ کسان ورغلي وو

په افغانستان کې بې پولې ډاکټران وايي کندوز کې پر سيمه ييز روغتون د امريکايي الوتکو په بريد کې د دوی یوه ټپي شوي کارکوونکي ساه ورکړې ده.

دغې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي په دې سره پر روغتون د امريکايانو بريد له امله د وژل شويو شمېر لږترلږه ۳۰ کسانو ته ورسېد.

په اعلاميه کې راغلي: ''د وژل شويو په ډله کې ۱۳ کسان د بې پولې ډاکټرانو ادارې کارکوونکي دي، ۱۰ ناروغان دي او ۷ ناپېژندل شوي جسدونه دي چې د روغتون تر کنډو کپرو لاندې موندل شوي.''

بې پولې ډاکټران وايي د امريکايي الوتکو بريد کې چې د اکتوبر پر دريمه وشو د دغې ادارې ۲۷ کارکوونکي ټپيان شوي هم دي.

دوی وايي په بريد کې زیات شمېر ناروغان او د هغوی پالونکي هم ټپيان شوي، چې کره شمېره يې نه ده ښوولې.

د امريکايي ځواکونو له لوري د کندوز پر روغتون د هوايي بريد له امله د امريکا ولسمشر بارک اوباما شخصي بښنه وغوښته.

افغان حکومت، بې پولې ډاکټران او امريکا د دغه بريد په تړاو پلټنې کوي، خو تر اوسه يې پايلې نه دي جوتې شوي.

Image caption بې پولې ډاکټران وايي د امريکايي الوتکو بريد کې چې د اکتوبر پر دريمه وشو د دغې ادارې ۲۷ کارکوونکي ټپيان شوي هم دي

بې پولې ډاکټران وايي د افغانستان شمال کې په عصري وسايلو سمبال دغه نژدې ۱۰۰ بستريز روغتون ۴۰۰ کارکوونکي لرل.

دوی وايي تېر کال دغه روغتون ته د درملنې لپاره ۲۲۰۰۰ کسان ورغلي وو او د ۵۹۰۰ کسانو عملياتونه په کې وشول.

بې پولې ډاکټران وايي روغتون کې د ترافيکي پېښو، جګړو او چاودنو په ګډون د هر ډول پېښو د قربانيانو درملنه کېده.

دوی وايي هغه مهال چې په کندوز کې جګړه ونښته يوازې څلور ورځو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان دغه روغتون ته وروړل شول.

بې پولې ډاکټرانو په ۱۹۸۰ کې په افغانستان کې خپل فعاليت پيل کړی او په پلازمېنه کابل، هلمند او خوست ولايتونو کې فعاليت کوي.

ورته مطالب