د افغانستان د چاپخونو ټولنه جوړه شوه

Image caption په افغانستان کې دا مهال چاپ خونې او خپرونکي د لومړنیو مناسبو او ارزان بیه موادو د نه شتون او د کاپي رایټ قانون نه مراعتولو په ګډون له کبله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

په افغانستان کې د چاپ خونو څښتنو رسماً د افغانستان د مطبعو ټولنې د کار پیل اعلان کړ. په دغې ټولنې کې ۱۸۰ چاپخونې ګډون لري.

خو د شننونکو په باور تر څو چې په دغه هېواد کې د کاپي رایټ قانون ته پام ونه شي، ستونزمنه به وي چې د چاپولو صنعت په برخه کې له شته نیمګړتیاو سره مقابله وشي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې لیکي، په افغانستان کې دا مهال چاپ خونې او خپرونکي د لومړنیو مناسبو او ارزان بیه موادو د نه شتون او د کاپي رایټ قانون نه مراعتولو په ګډون له کبله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د چاپ خونو خاوندانو او خپرونکو د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره نن د افغانستان د چاپ خونو یا مطبعو ټولنه جوړه کړه.

د افغانستان د خبریالانو ټولنې اجراییوي مشر فهیم دشتي وايي په افغانستان کې د چاپ خونو یا مطبعو ستونزه یواځې د لومړنیو موادو کمښت او مناسبو ځایونو نشتوالی نه دی بلکې د کاپي رایټ په قانون کې کمزورۍ هم د ستوزنو له ډېروالي سره مرسته کړې ده.

کله چې یو کتاب زیات پلورل کیږي او تقاضا ورته زیاته وي، بیا نو یو کسا راپاڅیږي او هغه پاکستان ته وړي او په خراب کاغذ او کمزورې بڼه یې چاپوي. دا د کتاب ارزښت کموي او تر څنګ یې اصلي خپرونکي ته هم زیان رسوي. دغه راز په دې راز برخو کې د هغوی د پانګونې مخه هم نیسي.

یوازې د چاپوخونو خاوندانو او خپرونکي نه دي چې د یوه کاپي رایټ پراخ قانون د نشتون له امله له ستونزو سره مخ دي بلکې د فلمونو جوړونکي، سندرغاړي، د عکسونو خپرونکي هم له ننګونو سره لاس او ګریوان دي.

دا مهال یو شمېر مدني ټولنې او د چاپ او خپرولو اړوندې ټولنې په افغانستان کې د کاپي رایټ قانون د اصلاح لپاره هڅې کوي. او تمه لري چې افغان حکومت به د هغوی وړاندیزونه د نوي قانون په تصویب کې په پام کې ونیسي.

دا مهال په افغانستان کې نژدې ۱۷۰۰ ورځپاڼې، اونیزې او میاشتینۍ دي. په ټول هېواد کې ۱۵۰ رادیوګانې فعالې دي او ۶۰ تلوېزیوني چینلونه خپرونې کوي.