ملا اختر منصور: 'لغړزني مه پرېږدئ، ټولګټي ځایونه مه ورانوئ'

د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور په خپله نوې غږیزه وینا کې چې د سې شنبې په سهار خپره شوې، وروستۍ جګړې خپله بریا بللې او ادعا کوي چې ګواکې د تېرو کلونو په پرتله یې دا کال بریدونه بې پایلې نه دي.

نوموړی په خپله ۱۳ نیمې دقیقې وینا کې په وار وار د خپلو وسله والو او ډلو د یووالي دعوه کړې او ويلي یې دي دا هڅې روانې دي چې‎ په طالبانو کې درزونه رامنځ ته شي.

بل څه چې په دې خبرو کې طالب وسله والو ته د سپارښتنې په ډول ویل شوي، چې د عامه ځایونو، سړکونو، پلچکونو او ښوونځیو په څېر ټولګي ځایونه په نښه نه کړي او د جګړو کرښو ته د هغه پر ټکو لغړزني (تنکي ځوانان) مه وړئ څه چې په دغه ډله کې پرې یوه لویه نیوکه ده چې ګواکې کم عمره ځوانان او ماشومان د جګړو لپاره کاروي .

په کابل کې د بي بي سي خبریال سید عبدالله نظامي چې دغه ټوله وینا يې اورېدلې وايي.

د انځور حقوق EPA
Image caption ملا عمر (کیڼ اړخ) دوه کاله مخکې مړ شو او مرستیال یې ملا منصور ژر د هغه ځای ونیو.

نه خو دا د ملا اختر محمد منصور لومړنۍ خپرېدونکې وینا ده او نه هم یاد ټکي ددغه ډلې د پالیسۍ او چلند کومه نوې خبره ده، خو د ملا محمد عمر په پرته، ـ چې ډېرې کمې ویناوې او پیغامونه به یې خپرېدل – د ملا منصور په دې پیغام کې له ورایه نرمښت لیدل کېږي.

ملا اختر محمد منصور د ملا عمر برعکس، په وېډیويي پیغام کې راڅرګند شوی، غږیز او متني پیغامونه یې خپاره شوي او د طالبانو اړوندو پاڼو کې یې انځور هم خپور شوی دی.

که څه هم طالبان په تېر کې له عامو خلکو سره په ناوړه چلند او د جګړو پرمهال د عامه ځایونو په نښه کولو تورن دي، په وروستیو جګړو کې بیا هم په شمال او سوېل کې د ځینو پلچکونو او لارو د ویجاړېدو تور په طالبانو پورې شوی، هغه څه چې رسمي سرچینو نه ده منلې.

ورته مطالب