کابل کې د ښځينه زده کوونکو لپاره ليليه جوړېږي

Image caption ښايي ډيرو ته د پوهنتون لیلیه تر نورو خوندي او د زده کړو لپاره وړ میشت ځای وي

په پلازمېنه کابل کې د افغان-امریکايي پوهنتون په چوکاټ کې دهغو نجونو لپاره د اوسیدو ځای جوړیږي چې له ولایتونو دغه پوهنتون ته د زده کړو لپاره ورځي.

د بي بي سي خبریال سیدعبدالله نظامي له کابله په خپل رپوټ کې وايي افغان نجونو ته په زده کړو پسې له کوره وتل اوس هم خورا ستونزمن کار دی او د شپې تېرولو ځای يې په سر سر کې دی.

افغان-امریکايي پوهنتون کې د نجونو لپاره د ۲۰۰ کټونو یوه لیله به په راتلونکو دوو کلونو کې جوړه شي.

د دغې ليلې مالي لګښت چې درې ميليونه ډالره اټکل شوی د امریکا متحد ايالتونو پرمختيايي ادارې پر غاړه اخيستی دی.

د ملي يووالي حکومت اجرایيه مشر عبدالله عبدالله دا د خپل هیواد ښونیزې برخې ته یو مهم ګام وباله: ''دا کار د ژمنو افغانانو او امریکایي ملګرو له برکته ترسره شو، په دې کې د امریکا د حکومت ونډه هم مهمه وه چې موږ يې منندوی یو، امریکا له افغانستان سره په ډېرو چارو کې مرسته وکړه په تېره بیا په ښونیزه برخه کې.''

په افغان-امریکايي پوهنتون کې له ۲۰۰۰ ډیرهلکان او نجونې زده کړې کوي او یو له معیاري پوهنتونونو شمیرل کیږي.

Image caption له کندهاره کابل ته ورغلې زده کوونکې بلقیس وايي د پوهنتون په اډانه کې به دلیلې په جوړېدو د دوی ښونیز چاپیریال خوندي شي

دغلته د هلکانو ترڅنګ نجونې هم زده کړې کوي او يو شمېر يې د افغانستان له لېرې پرتو سیمو نجوني د زده کړو لپاره ورغلي دي.

د سویلي ولایت کندهار ۱۸بلقیس وايي د پوهنتون په اډانه کې به دلیلې جوړیده د دوی ښونیز چاپیریال خوندي کړي: ''زموږ په پوهنتون کې د بلخ، بغلان، کندوز، کندهار هرات او نورو سیمو نجونې شته. دلته ډېر شمېر نجونې خپل کورونه نه لري، ځينې د خپلوانو کور کې اوسي او ځينې په شخصي ليليو کې.''

د افغانستان په څير کلتوري ټولنه کې یوې ځوانې نجلۍ ته لوی کړاو دا دی چې یوازې دې په ښار کې هستوګنځای ولري او یا دې د خپلو خپلوانو په کورونو کې پاتې شي.

دا مهال د پلازمینې کابل په ګډون د ګوتو په شمېر لویو ښارونو کې ښځينه زد کړیالانو ته دولتي لیلې شته، چې د ډیرو د اوسیدو ستونزې یې راکمې کړې دي، خو لا هم ښځينه زده کونکو ته د زده کړو پر مهال له کوره لېرې اوسیدل یوه ننګونه ده.

ورته مطالب