زابل کې نامعلومو کسانو د يوې کورنۍ ۱۳ غړي تښتولي

د انځور حقوق f
Image caption دا لا په کره ډول روښانه، نه ده چې وسلوالو دغه کار د شخصي تربګنۍ پر بنسټ کړی او که د غچ اخيستو کومه پېښه ده

د افغانستان د سويلي ولايت زابل چارواکي وايي داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې د دغه ولایت په خاک افغان ولسوالۍ کې يو شمېر ناپېژاندو کسانو د يوې کورنۍ ۱۳ غړي تښتولي دي.

د زابل والي محمد انور اسحق زي بي بي سي ته وويل د دغې پېښې د پلټنې لپاره يې سيمې ته د ځايي مخورو يو پلاوی استولی دی.

ښاغلی اسحق زی وايي: ''په پېښه کې يو کس په شهادت رسېدلی، سپين ږيری سړی دی او خلک وايي چې عمر يې د ۷۰ کلونو په شاوخوا کې دی او د کورنۍ غړي يې بېول شوي دي.''

ښاغلی اسحق زی زياتوي: ''د پېښې په جزيياتو ډېر نه يو خبر چې دغه کسان چا بېولي دي. جزييات به يې د پلاوي له راتلو وروسته په ډاګه شي.''

د زابل والي څرکنده کړه دغه سيمه چې پېښه په کې رامنځته شوې د ولايتي ادارې له ولکې وتلې ده او د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

پر همدې مهال د زابل د ولايتي شورا غړی اسدالله کاکړ هم دا پېښه تاييدوي وايي، يو شمېر کسانو د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې پر یو کور بريد کړى او د پنځو ښځو او ماشومانو په ګډون يې ١٣ کسان له ځانه سره بېولي دي.

تر اوسه چا د دغو کسانو د تښتولو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

دا لا په کره ډول روښانه، نه ده چې وسلوالو دغه کار د شخصي تربګنۍ پر بنسټ کړی او که د غچ اخيستو کومه پېښه ده.

خو تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړای شوي وو چې په سيمه کې د اسلامي دولت ډلې داعش وسلوالو د جاغوري درې اوسيدونکي له ځان سره بيولي وو.

ورته مطالب