طالبانو د پکتيا د ۶ ولسواليو نښلوونکې لارې وتړلې

Image caption د پکتيا ولایت په سويل ختيځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري او وسلوال مخالفين يې په يو شمېر برخو کې فعال دي

د افغانستان په سويل ختيځ پکتيا ولایت کې چارواکي وايي وسلوالو طالبانو په چاودېدونکو توکو د غره د يوې برخې په نړولو شپږو ولسواليو سره نښلوونکې لارې تړلې دي.

لجه منګل، ځاځي آريوب، څمکني، احمد خيل، پټان او جاني خيل هغه ولسوالۍ دي چې نښلوونکې لارې يې تړل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي دغه پېښه په تنګه شوات سيمه کې شوې او د دغو شپږو ولسواليو اوسېدونکو ته يې لويې ستونزې راولاړې کړې دي.

راپورونه وايي هغه مهال چې افغان ځواکونه د دغې لارې د بېرته پرانستو لپاره سيمې ته ورغلل د وسلوالو له بريدونو سره مخامخ شوي دي.

افغان چارواکي وايي ټاکل شوې وه افغان ځواکونه په دغو ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي، خو وسلوالو له عملياتو مخکې لار وتړله.

تر دې وړاندې ځايي چارواکو او خلکو اندېښنه ښوولې وه، که په پکتيا کې د وسلوالو مخالفينو پر وړاندې عمليات و نه شي ښايي ستونزې جوړې کړي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پکتيا ولایت په سويل ختيځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري او وسلوال مخالفين يې په يو شمېر برخو کې فعال دي.

دا لومړی ځل دی چې طالبان په يوه ځل د يوه ولایت د شپږو ولسواليو نښلوونکې لارې د غره په نړولو بندوي.

ورته مطالب