زابل کې تښتول شوي ۱۲ کسان بېرته خوشي شوي دي

Image caption دغه کسان څو ورځې وړاندې وتښتول شول چې ويل کېږي د يوې کورنۍ غړي وو

د افغانستان د زابل ولایت چارواکي وايي د خاک افغان ولسوالۍ هغه ۱۲ کسان بېرته خوشي شوي، چې څو ورځې وړاندې ناپېژاندو کسانو تښتولي وو.

مخکې د دغو کسانو شمېر ۱۳ ښوول کېده، خو چارواکي وايي يو تن د تښتونې پر مهال وژل شوی دی.

د زابل د والي وياند اسلام ګل سيال بي بي سي ته وويل دغه کسان ټول د يوې کورنۍ غړي وو.

دی وايي لا هم نه ده معلومه چې دغه کسان چا او د څه لپاره تښتولي وو.

خو وايي دوی د ځايي مخورو په منځګړتوب خوشي شوي او اوس ټول خپلې سيمې ته رسېدلي دي.

څو ورځې وړاندې د زابل والي محمد انور اسحق زي بي بي سي ته وويل د دغې پېښې د پلټنې لپاره يې سيمې ته د ځايي مخورو يو پلاوی استولی دی.

د زابل والي څرکنده کړه دغه سيمه چې پېښه په کې رامنځته شوې د ولايتي ادارې له ولکې وتلې ده او د وسلوالو طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

د دغې پېښې په تړاو هغه مهال د زابل د ولايتي شورا غړی اسدالله کاکړ ويلي و، چې په تښتول شويو کې پنځه ښځې هم شته دي.

هرات تښتول شوي

بل خوا د هرات ځايي چارواکي وايي د اسلام کلا ګمرک هغه درې کارکوونکي خوشي شوي چې دوه ورځې وړاندې ناپېژاندو وسلوالو تښتولي وو.

د هرات د امنیه قومندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي لا هم يو کس د يرغمل کوونکو په ولکه کې دی.

دی وايي دغه کسان د امنيتي ځواکونو او ځايي مخورو په هڅو خوشي شوي دي.

ده په دې اړه چې دغه کسان د څه په بدل کې خوشي شوي څه و نه ويل، خو وايي ښايي چې د پيسو لپاره تښتول شوي وو.

ورته مطالب