چين کابل کې د کورونو جوړولو لويه پروژه پيلوي

Image caption د کورونو کموالي په افغانستان کې يوه تر ټولو لويه ستونزه ده، چې ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي له چين سره د ښار جوړولو تر ټولو دويمه لويه پروژه کابل کې پپلوي.

د دغې پروژې په ترڅ کې به ۱۰ زره اپارتمانونه جوړېږي، د ياد شوي وزارت د چارواکو په وينا دغه کورونه به دولتي کارکوونکو او هغو کسانو ته چې د کورونو اخيستو توان نه لري په اوږد مهال قسطونو ورکول کېږي.

د ښار جوړونې مطبوعاتي مشاور عبدالعزيز ابراهيمي بي بي سي ته ويلي، د دې پروژې لګښت چې ۳۶۵ ميليون ډالره دی، د چين له خوا افغانستان ته ورکول کېږي.

ښاغلي ابراهيمي وويل تراوسه دواړې غاړې د دې پروژې د پيل کېدو پر وخت او ځای هوکړې ته نه دي رسېدلي.

د ده په وينا د موافقې له مخې به دغه اپارتمانونه په عصري او نړيوال سټنډرډ ډول جوړېږي.

دا به د مکروريانو کور جوړونې له پروژې چې په کابل کې د روسيې له خوا جوړه شوې، وروسته په افغانستان کې تر ټولو لويه د هستوګې پروژه وي.

د کورونو کموالي په افغانستان کې يوه تر ټولو لويه ستونزه ده، چې ډېری افغانان ورسره لاس او ګرېوان دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وړاندې ژمنه کړې وه، چې د پنځو کلونو په موده کې به ۵۰۰ زره کورونه جوړ کړي او هر افغان به وکولای شي له ۱۰ تر ۲۰ کلونو کار وروسته د کور څښتن شي.

چارواکي وايي د دې پروژې پلي کول به په افغانستان کې د بې کوره دولتي مامورينو ستونزې کمې او د کار موندنې او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور وي.