د طالبانو جلا شوې ډلې مولوي محمد رسول خپل 'سرپرست' ټاکلی

مولوي محمد رسول
Image caption مولوي محمد رسول د پخواني شوروي اتحاد پرضد جګړه کې د پخوانیو مجاهدینو یو قومندان تېر شوی، بیا څو کاله د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد عمر نژدې سړی و.

د افغان طالبانو له ډلې جلا شویو او د ملا اختر محمد منصور مخالفو طالب مشرانو خپل سرپرست مشر او څلور مرستیالان ټاکلي دي.

بي بي سي داسې ځانګړې وېډیو رسېدلې، چې ښيي مولوي محمد رسول د طالبانو د نوې جلا شوې ډلې سرپرست مشر ټاکل شوی او ملا عبدالمنان نیازی یې سیاسي مرستیال، ملا باز محمد حارث، ملا منصور دادالله، ملا شیر محمد آخوندزاده یې پوځي مرستیالان ټاکل شوي دي.

مولوي محمد رسول فراه کې خپلو لسګونو پلویانو ته په وینا کې وویل، له ډېر وخت راهیسې یې د طالبانو له مشر ملا محمد اختر منصور سره پر دې مخالفت و، چې ولې له بهرنیانو سره اړیکي نه غوڅوي:

"له ډېره وخته له منصور سره زموږ د ملګرو مخالفت و، مخالفت مو پر دوو ټکو و: یو دا چې ته له امریکایانو سره اړیکي غوڅ کړه او هغه پخواني مجاهدین رامخې ته کړه او نا اهله کسان شا ته کړه. ددې پرځای چې دا خبره یې منلې وای، ټول د اهل کسان یې خنثی او شا ته کړل، څوک یې په شهادت ورسول او څوک یې په زندان کې واچول."

نوموړی وايي، د امریکایانو له بشپړې وتنې وروسته افغانان او طالبان یو او بل ته تن ورکولی شي او ترمنځ یې ستونزه هوارېدلی شي.

ملا محمد رسول وايي، د ملا محمد عمر له مړینې وروسته، ملا منصور او ملګرو یې پخپلو کې ټاکنې وکړې، یو امیر او نور یې مرستیالان وټاکل:

"کله چې د ملا محمد عمر مړینه اعلان شوه. دی [ملا منصور] راولاړ شو درې څلور پنځه سره کښېناستل، پخپل منځ کې یې ټاکنې وکړې، یو امیر شو، یو معاون شو، یو قاضي القضات شو. دی امیرالمؤمنین نه دی".

Image caption ملا عبدالمنان نیازی، د طالب واکمنۍ پرمهال د هرات او بلخ والي و.

له طالبانو د جلا شوې ډلې سیاسي مرستیال او ددغې ډلې ویاند ملا عبدالمنان نیازي د دغې ډلې یو پرېکړه لیک ولوست او پر ملا اختر محمد منصور یې تور پورې کړ، چې ګني "د طالبانو تحریک یې یرغمل کړی دی".

مولوي محمد رسول څوک دی؟

مولوي محمد رسول د پخواني شوروي اتحاد پرضد جګړه کې د پخوانیو مجاهدینو یو قومندان تېر شوی، بیا څو کاله د طالبانو د مخکیني مشر ملا محمد عمر نژدې سړی و.

نوموړی پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال اوه کاله د نیمروز والي پاتې شوی، چې په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته ایران ته پناه یووړه، خو بیا وروسته له هغه ځایه ووت.

نوموړی کابل کې ونیول شو او څلور کاله د افغانستان له دولت سره بندي و.

کابل کې له زندان نه تر خوشي کېدو وروسته، ملا محمد رسول د دولت پرضد ټوپک ته لاس کړ او د افغانستان په لوېدیځ کې د بهرنیانو پرضد جنګېده.

ښاغلی رسول شاوخوا ۵۰ کاله عمر لري او له نورزي قوم سره تړاو لري، خو په تېرو کلونو کې د طالبانو ډېر مشهور مشر نه و.

عبدالمنان نیازی څوک دی؟

عبدالمنان نیازی، د طالب واکمنۍ پرمهال د هرات او بلخ والي و. نوموړي د بي بي سي هارون نجفي زاده ته ویلي: "زموږ لومړی هدف په هېواد کې د اسلامي نظام جوړول دي. بهرنیان باید له کوم قید او شرط پرته له افغانستان نه ووځي، افغانان پخپلو کې سره جوړېدی شي".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، چې د ملا اختر محمد منصور د ډلې ویندويي کوي، نجفي زاده ته ویلي، چې "موږ تر اوسه په دې تړاو رسمي نظر نه لرو. لږ باید تم شو چې زموږ مشرتابه څه دریځ لري".