غور کې د یوې ځوانې مېرمنې سنګساریدو ویډیو خپره شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption په ویډیو کې د سنګسار شوې ښځې فریادونه اوریدول کېږي، چې له خلکو د مسلمانۍ په نوم د ترحم غوښتنه کوي

د افغانستان مرکزي سیمو کې چارواکي وايي یوه ځوانه مېرمن د زنا په تور سنګسار کړل شوې ده.

رپوټونه وايي رخشانې نومې مېرمنې، چې په زور واده کړل شوې وه، د خپل عمر له یوه بل سړي سره یې اړیکې درلودې.

سړی په متروکو وهل شوی دی.

په یوه موبایل ویډیو کې ښوول کېږي، چې د طالبانو په امر څو کسان دغه ښځه په تېږو ولي.

د غور والۍ سیما جوینده وايي ځايي دیني عالمانو او وسله والو جنګسالارانو هم په دغه پېښه کې لاس درلود.

دغه مېرمن رخشانه نومیږي او عمر یې له ۱۹ تر ۲۱ کلونو یاد شوی دی.

د ازادې اروپا رادیو یوه ۳۰ ثانیې ویډیو خپره کړې، چې پکې د دغې مېرمنې د سنګسارولو بهیر ښکاري. دغه رسنۍ وايي ویډیو رښتینې ده.

په ویډیو کې د سنګسار شوې ښځې فریادونه اوریدول کېږي، چې له خلکو د مسلمانۍ په نوم د ترحم غوښتنه کوي.

د غور ځايي چارواکو اونۍ مخکې د دغې پېښې په اړه ویلي و. د غور والۍ ویاند عبدالحی خطیبي بي بي سي ته ویلي و:

'' وسله والو طالبانو دغه مېرمن د دغه ولایت غلیمن سیمه کې د ( زنا ) په تور سنګسار کړی دی.''

د نوموړي په وینا پېښه د مرکز غور فیزوزکوه په ۴۵ کیلومترۍ کې شوې ده.

هغه ویلي و، هلک او نجلۍ دواړه مجردان وو.

د زور واده

هغه سیمه چې پېښه پکې رامنځته شوې ده، په ظاهره د وسله والو طالبانو په کنترول کې ده او غور چارواکو فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، چې د یادې مېرمنې سنګسار کې ځايي مذهبي مشران، ټوپکسالاران او وسله وال طالبان شامل وو.

د غور والۍ سیما جوینده وايي د رخشانې کورنۍ د هغې خوښې خلاف هغه یو بل سړي ته ودوله.

ادعا کېږي، چې نوموړې له هغه هلک سره، چې په متروکو وهل شوی نامناسب حالت کې لیدل شوې وه. والۍ سیما جوینده پر حکومت غږ کړی، چې سنګسار کونکو ته سزا ورکړي.