دکندوز ویجاړ کورونه

Image caption کندوز ښار د امنیت له اړخه یوه څه کرار شوی خو د چا چې کورونه ویجاړ شوي ژوند یې نه دی کراره

د کندوز په وروستیو جګړو کې دلته نه یواځې خلک بې کوره شول، د ډېرو د سرپنا ځای ځایږی هم ورک شو، د ښار په منځ کې ځینې کورونه نښتو زیانمن کړي او څه یې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې نړېدلي.

کندوزيانو بي بي سي ته وویل لا خو کوم لاس نیوی یې نه دی شوی چې دوی بېرته په خپلو مېنو ودان شي.

یو جګړه ځپلی کندوزی د خپلې ویجاړې مېنې نړیدلې خښتې راټولوي چې بیا یې دېوالونه کړي، د کندوز ښار په زړه کې خوا په خوا څو کورونه هغه ورځې چې ښار د طالبانو په ولکه کې و د بهرنیو ځواکونود هوايي بریدونو نښه ګرځېدلې.

عبدالقادر چې کور یې وران شوی د ویجاړیو په نښو ګرځولم د ګاونډي کور یې د ده له هغه سره یو شوی اوس یې لکه د نوي کور بنسټونه کیندل چې خپله پوله معلومه کړي، په کور کې د الوتکې پریوتې ګولۍ شنې اوبه له ځمکې ویستلې، وايي کورنۍ یې د سر له ویري خوندي ځای ته یوړه خو پاتې شوی هستوګنځای یې ونه ژغورل شو.

"د ورځې یې هم بمباري وکړه، د شپې درې بجې یې هم وکړه دې کورونو کې ښه وو چې څوک نه وو، دا زما ګاونډي چې ټول کور یې خراب شوی سل ډالر هم نه لري چې بېرته پرې څه راجوړ کړي"

Image caption کندوزيانو بي بي سي ته وویل لا خو کوم لاس نیوی یې نه دی شوی چې دوی بېرته په خپلو مېنو ودان شي

کندوز ښار د امنیت له اړخه یوه څه کرار شوی خو د چا چې کورونه ویجاړ شوي ژوند یې نه دی کراره، د سر سیوری جوړول وخت هم غواړي او په تش لاس هم نه شي.

وروستیو پېښو نه یواځې د چا کورونه روغ نه دي پرېښيي روان یې هم ټکنی کړی په ښار کې ګڼه ګوڼه ډېره ده خو چې له هرچا سره مې د خبرو هڅه کوله د ټينګې نه و، هغه وېره چې له جګړې وروسته په دې ښار پرته ده دا اغیز دی.

محمد ولي مې پوښتنه واوریده چې مې ورته وویل کاروبار مو څنګه دی؟

"بس ټولو مسلمانانو ته ضربه رسېدلې کاروبار ته څوک ډېر نه راځي ډار دی چې کندوز بیا سقوط ونه کړي."

جګړه له ښار وتلې او خلک هم دعادي ژوند لپاره په فکر کې دي، ځکه د ډېرو باور دا دی چې درد او خوښۍ، ټولې یې په دې سیمه پورې تړلي خو د وېرې خپور حالت ښايي د خلکو سکون تر یوه مهاله له ځان سره وساتي.