اعتراض کوونکو د بغلان- کندوز لار د ترافيکو پر مخ تړلې

د انځور حقوق bbc uzbek
Image caption د اعتراض کوونکو يو تنظيموونکی وايي که حکومت يې غوښتنه و نه مني، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي

د افغانستان په شمال ختيځ کې د بغلان – کندوز لويه لار له تېرو څلورو ورځو راهيسې د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

د مرکزي بغلان سلګونو اوسېدونکو پر دغې عمومي لارې کېږدۍ درولي او اعتراضونه کوي.

دوی له حکومت غواړي چې د دغه ولایت مرکز دې د پلخمري له ښار نه مرکزي بغلان ته ولېږدول شي.

په سيمه کې د بي بي سي خبريال سيد انور چې د اعتراض سيمې ته ورغلی وايي سلګونه مسافر چې ناروغان، ښځې او ماشومان هم په کې دي د لارې پرانستو ته انتظار باسي.

دی وايي دغلته مسافر د خوړو، پاکو اوبو له کموالي او نورو ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د اعتراض کوونکو يو تنظيموونکي خواجه تاج الدين بي بي سي ته ويلي که حکومت يې غوښتنه و نه مني، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړي.

دی وايي د ولایت مرکز د جهاد په وختونو کې د لنډې مودې لپاره پلخمري ته ولېږدول شو او مخکني حکومت ژمنه کړې وه چې ولايتي مرکز به بېرته مرکزي بغلان ته لېږدوي، خو تر اوسه پاتې دی.

دی وايي تر اوسه حکومتي چارواکو ورسره د دوی د غوښتنو د تاييد او يا هم رد په اړه اړيکه نه ده نيولې.

ورته مطالب