زابل کې د طالبانو خپلمنځي جګړې ۷۰ کسان وژلي دي

Image caption څو ورځې وړاندې له طالبانو سره تړلو ځينو ډلو د ملا منصور له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او ملا محمد رسول يې د خپل سرپرست مشر په توګه اعلان کړ

د افغانستان سويلي ولايت زابل کې ځايي چارواکي ادعا کوي چې د ملا اختر محمد منصور او منصور دادالله د ملاتړو تر منځ نښته کې شاوخوا ۷۰ تنه وسلوال وژل شوي دي.

د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي وایي په دغه جګړه کي د منصور دادالله ۶۰ وسلوال او د ملا اختر محمد منصور ۱۰ ملاتړي وژل شوي دي.

ښاغلی فراهي وایي، منصور داد الله ته وفادار ازبيک جنګیاليو هغه اووه هزاره وګړي وژلي چې د ده په خبره دوې میاشتې وړاندې یې جاغوري ولسوالۍ څخه تښتولي وو.

ويل کېږي دغه ازبيک جنګيالي له اسلامي دولت ډلې داعش سره هم اړيکي لري، خو تر اوسه دا خبر لا په خپلواک ډول نه دی تاييد شوی.

د زابل د شاجوی ولسوال جواد وزیر وایي قومي مشرانو د خاک افغان ولسوالۍ څخه د اووه کسانو مړي چي ټول هزارګان دي شاجوی ولسوالۍ ته ور وړي دي.

د وزیر په خبره په مړو کې درې ښځې او څلور نارینه شامل دي.

تر دې دمه د دغې جګړې په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ویلي.

د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر تر مړينې وروسته، د طالبانو يو شمېر مشران راټول شول او ملا اختر محمد منصور يې د خپل نوي مشر په توګه وټاکه.

څو ورځې وړاندې له طالبانو سره تړلو ځينو ډلو د ملا منصور له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او ملا محمد رسول يې د خپل سرپرست مشر په توګه اعلان کړ.

ملا منصور دادالله د طالبانو د نوې اعلان شوې ډلې ملا محمد رسول د څلورو مرستيالانو څخه يو دی.

ورته مطالب