د ملي امنيت سلاکار د پوځي مرستو جذبولو لپاره هند ته تللی

Image caption د افغانستان ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د يوه ځانګړي پروګرام له مخې هند ته تللی

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د افغانستان د وسله والو ځواکونو سره د مرستې جلبولو لپاره د هند نوي ډهلي ته تللی.

د دغې سفر په ترڅ کې به حنيف اتمر د هند د دفاع وزير، د ملي امنيت سلاکار، نورو امنيتي او اطلاعاتي چارواکو سره ليده کاته وکړي.

د ملي امنيت وياند تواب غورځنګ د دې سفر د اهميت په اړه وايي "افغانستان له دې سفره ډېرې هيلې لري، د ملي امنيت سلاکار به د دواړو غاړو تر منځ د همکارۍ پر سر له هند سره خبرې وکړي"

ښاغلي غورځنګ په دې اړه نور معلومات ور نه کړل. خو دا د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو وروسته لومړی جګپوړی افغان چارواکی دی چې هند ته د ترهګرۍ سره د مبارزې او د افغان وسله والو ځواکونو سره د مرستې جلبولو لپاره سفر کوي.

هندي رسنۍ د دې هېواد د يوې امنيتي سرچينې له خولې وايي، هند تيار دی افغانستان ته د (MI 25) په نامه څلور جنګي الوتکي ور کړي.

افغانستان له وسله والو طالبانو او "اسلامي دولت" ډلې جنګياليو سره پر جګړه لګيا دی او افغان ځواکونو د دې جګړې د ګټلو لپاره جنګي چورلکو ته اړتيا لري.

د کندوز ښار چې څه موده وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلی و، د امريکايي الوتکو په مرسته افغان دولت له دوی بېرته ونيو.

امريکا په تېرو څوارلسو کلونو کې د افغان ځواکونو پر پښو درولو کې مهم رول لوبولی، خو تراوسه افغان هوايي ځواکونه داسې الوتکې نه لري چې د وسله والو سره په جکړه کې د دوی مرسته وکړي.

کابل وړاندې هم په ۲۰۱۲ کال کې له نوي ډهلي د پوځي مرستې غوښتنه کړې وه چې تر څو وکولای شي د دې هېواد ځواکونه د طالبانو سره په جکړه کې غښتلي شي. دوی له هنده توپونه، ټانګونه او الوتکې غوښتې وې خو بې ځوابه پاتې شول.

ورته مطالب