د کانکور ازموینو کې د درغليو مخنيوي لپاره بدلون

د انځور حقوق
Image caption کانکور پخپله هېڅ نیمګرتیا نه لري، هره نیمګړتیا چې شته په دولت او دولتي ارګانونو کې ده انورشمس

د افغانستان د لوړ زده کړو وزارت په کانکور کې د درغليو د مخنيوي لپاره په ازموينه کې بدلون راولي. د دغه وزارت چارواکي وايي، د ازموينې نوي پرمختللي ماشينونه يې نصب کړي دي، چې وايي د کانکور هر ګډونوال ته پخپله پوښتنې ځانګړې کوي.

دا ګام وروسته له هغه پورته کېږي چې په وروستيو څو کلونو کې د کانکور پايلې له پراخو اعتراضونو سره ملې وې.

د یاد وزارت وياند صفي الله جلالزي بي بي سي ته وویل، د کانکور لپاره د نویو ماشینونو نصبول د رڼې ازموینې پر لور یو مهم پرمختګ دی چې کولی شي کانکور کې د درغلي کوونکو لاس لنډ کړي.

"د لوړو زده کړو وزارت د طرحې او وړاندیز له مخې د متحدو ایالتونو لخوا موږ سره د ځېنو وسایلو مرسته وشوه. وروسته له دې به په یوه حوزه کې د کانکور ازموینې د ګډونوالو پوښتنې سره ورته نه وي. پوښتنې سیسټم پخپله چاپوي، پاڼې یې ترتیبېږي او نومونه پرې لیکي."

د وزارت په باور د ازموينې نوې طرحه کولى شي په کانکور کې د لاسوهنو مخنیوی وکړي او له بلې خوا د ازموینې پرمهال د نقل مخه ونیسي. هغه زیاتوي:

"پخوا چې به پوښتنې ورته وې، د نقل امکان وو، که څه هم د کانکور پلاوي صحنه په جدیت کنترولوله، خو که پوښتنې یو شان وي پخپله د نقل زمینه برابروي، ځکه که یو کس وپوهېږي، کولی شي نورو ته یې هم ولېږدوي."

دوه کاله وړاندې په هرات کې بهر ته د کانکور ازموینې د پوښتنو په پایله کې ازموینه لغوه کړه. په لوګر کې هم د ورته ستونزې له کبله چارواکو د کانکور پاڼې سیند ته واچولې.

خو دا يواځې نقل نه دى چې د کانکور په ازموينه کې د درغليو سبب کېږي.

د بل پرځاي ازموينه کې ګډون، د محلي حکومتي چارواکو او زورواکو په ملاتړ د ازموينې له صحنې د پوښتنو د کليد ايستل او بېرته په مستقيم يا هم د ټېلفوني پيغام له لارې ګډونوالو ته د ځوابونو استول، د درغليو هغه نور لاملونه دي چې چارواکي هم پرې اعتراف کوي.

Image caption د کانکور ازموینې ګډونوال هرکال ډېرېږي، ټاکل شوې سږکال د ښوونځیو ۳۵۰ زره فارغان په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي

د لوړو زده کړو وزارت د کانکور ازموينو رييس انور شمس وايي، په ولايتونو کې خپلسري او د چارواکو لاسوهنه کانکور کې درغلیو ته زمینه برابروي.

"کانکور پخپله هېڅ نیمګرتیا نه لري، هره نیمګړتیا چې شته په دولت او دولتي ارګانونو کې ده. کله چې موږ ځو ازموینه اخلو، له موږ سره مخالفت کوي او موږ ته خنډونه جوړوي، د ازموینې صحنه ګډوډوي. خلک سوالونه وباسي، کاپي کوي یې، د موبایل له لارې یې استوي، د ځوابونو کلي جوړوي، امنیتي کسان، د پارلمان وکیلان، د ولایتي شورا غړي، قومي مخور او جهادي قوماندانان د ازموینې صحنې ته راځي او څومره چې یې وسه رسي ځوابونه ویشي."

وړاندې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت داسې یوه طرحه وړاندې کړې وه چې د ښوونځیو زده کوونکي د خپلو درې کلنو نمرو له مخې پوهنتونو ته لاره ومومي، خو دا طرحه د وزارت نوې رهبرۍ لغوه کړې ده.

ولسمشر اشرف غني د خپل کار په لومړیو میاشتو کې د لوړو زده کړو له وزارته غوښتي وو چې کانکور ازموینه کې د روڼتیا د تامین لپاره لارې چارې ولټوي.

د کانکور ازموینې ګډونوال هرکال ډېرېږي، ټاکل شوې سږکال د ښوونځیو ۳۵۰ زره فارغان په کانکور ازموینه کې ګډون وکړي چې له دې ډلې یوازې ۵۵ زره پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو ته لاره ومومي.

دا چې د وزارت نوې طرحه به په کانکور ازموينه کې روڼتيا تضمين کړي کنه، وړاندوينه يې ګرانه ده، خو څرګنده ده چې ګډونوالو ته به په ازموينه کې نقل خورا ستونزمن کړي.