د دايکنډي يو چارواکی له "وسله والو مخالفينو سره د همکارۍ په تور نيول شوی"

د انځور حقوق f
Image caption دايکنډي د افغانستان په مرکز کې پروت او له ارامه ولايتونو ګڼل کېږي

د دايکنډي ولایت ځايي چارواکي وايي د اشترلي ولسوال يې د دولت د وسله والو مخالفينو سره د اړيکو او همکارۍ په تور نيولي دی.

د ياد شوي ولايت د پوليسو مشر اصف خان بي بي سي ته ويلي، چې د اشترلي ولسوال سيد محمد رفعت د کورنيو او بهرنيو جرمونو پر وړاندې څارنوالی له خوا په دې ولايت کې نيول شوی دی.

د دايکنډي ولايتي جرګي مشر بي بي سي ته ويلي چې د ښاغلي رفعت نيول، "سياسي موخه" لري.

اصف خان وايي پوليس د ده په نيولو کې لاس نه لري او ِاد شوی ولسوال د څارنوالی په امر نيول شوی دی.

سيد محمد رفعت تر اوسه د دايکنډي ولايت په يوه بندځاي کې ساتل کېږي.

دايکنډي د افغانستان په مرکز کې پروت او له يو څه ارامه ولايتونو ګڼل کېږي.