چین د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی

د افغانستان او پا کستان لپاره د چين نوي استازي ډين شي جو د انځور حقوق
Image caption د افغانستان او پا کستان لپاره د چين نوي استازي ډين شي جو وویل، امریکا هم د افغان سولې په خبرو کې ورسره همنظرې ده

چين وايي چمتو دى چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ خبرو لپاره اسانتياوې برابرې کړي. دغه خبره د تېرې دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې افغانستان او پا کستان لپاره د چين نوي استازي ډين شي جو يوې خبرې غونډې ته کړې.

چين باور لري چې په افغانستان کې سوله نه يوازې د افغانستان، بلکې چين په گټه هم ده.

ازاد خبريال طاهر خان هم دغې غونډې ته ورغلى و چې دا رپوټ يې پرې راستولی دی:

د افغانستان لپاره د چین نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي ویلي، وړاندې هم چین په اورومچي کې د طالبانو او د سولې د شورا د دارالانشاء مشر معصوم ستانکزي ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړې وه.

د چین دغه استازی دوه ورځې وړاندې اسلام آباد کې و، خو تېره ورځ کابل ته تللی و.

نوموړي اسلام آباد کې دا هم ویلي وو لومړی به د دواړو هېوادونو نظر معلوموي او بیا به هڅه کوي چې د خبرو بهیر یوځل بیا پیل شي.

ده وویل، امریکا هم د افغان سولې په خبرو کې همنظرې ده.

د چین استازي دا هم وویل، چې دی به یوه میاشت وروسته یوځل بیا اسلام آباد او کابل ته سفرونه وکړي.

چین کې خبرې

کله چې له ښاغلي ډين شي جو وپوښتل شول، د سولې خبرې خو اوس په ټپه ولاړې دې، ایا چین چمتو دی چې د سولې خبرو لپاره پخپله خاوره کې ځای ورکړي؟

نوموړي وویل: ''موږ فکر کوو طالبان په سیاسي ډګر کې د افغانستان یو عمده ځواک دی، موږ د منځګړیتوب پرځای غواړو د خبرو لپاره زمینه برابره کړو، ځکه د افغانستان د سولې بهیر نه یوازې له افغانستان سره مرسته کوي، بلکې چین ته هم ګټور تمامېږي او که ټول موافقه وکړي، موږ چمتو یو چې دغه خبرې په چین کې وشي''.

د چین دغه استازي اسلام آباد ته داسې مهال سفر کړی، چې پاکستان کې ددغه هېواد او افغانستان ترمنځ خبرې پیل شوې.

تېره ورځ په اسلام آباد کې د افغانستان سفیر جانان موسی زي وویل، د دغو ناحکومتي خبرو بهیر د افغان حکومت له خوا هم ستایل شوی او ملاتړ یې کېږي.

وړاندې، په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز ویلي وو، اوس مناسب وخت نه دی، چې پاکستان د افغان سولې په بهیر کې رول ولوبوي.

خو د تېر اکتوبر په وروستیو کې، د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف د امریکا متحدو ایالتونو له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو پرمهال وویل، له اوباما سره یې افغانستان کې د سولې راتلو او د سیمې د امنیتي مسائلو په اړه خبرې وکړې.

د تېر جولای په وروستیو کې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د " مړينې" له خبر خپرېدو سره هم مهاله، د طالبانو يو پلاوی آسلام اباد ته رسېدلی و چې د سولې د خبرو په دویمه غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان په کوربه توب د افغان ادارې او طالبانو ترمنځ ۱۴ کلنو کې په لومړي ځل مخامخ خبرې اسلام آباد سره نژدې د مري ښارګوټي کې د جولای په اوومه نېټه شوې وې، خو طالبانو پر دغو خبرې بې خبري وښوده.

له لومړۍ مخامخ کتنې وروسته پرېکړه وشوه، چې دویم پړاو به له روژې میاشتې وروسته په چین کې ترسره شي، خو داسې ونه شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption سرتاج عزیز لومړی ځل ومنله، چې اوسنی حالت د افغان سولې خبرو کې د پاکستان د رول لپاره سم نه دی

وروسته، افغان ولسمشر محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر پرمهال له طالبانو سره د جوړجاړي په تړاو د لومړیو مخامخ خبرو هرکلی وکړ، خو هیله یې دا وه چې دا خبرې په افغانستان کې د تل پاتې سولې لامل شي.

ورته مطالب