زرګونو کسانو هرات کې د ناامنیو ډېرېدو ضد لاریون وکړ

Image caption لایونیان د هرات د ولایت مقام مخې ته له حکومته د ناامنیو د مخنیوي غوښتنه وکړه

د افغانستان لوېدیځ هرات ولایت کې زرګونو کسانو په یوه لاریون کې له حکومته د تاوتریخوالي د مخنیوي غوښتنه وکړه. د امنیت او عدالت تامینول د ننني لاریون د ګډون والو اصلي ناره وه.

د دې لاریون ګډون والو چې د افغانستان بیرغونه او په زابل کې د وژل شویو ملکي وګړو عکسونه یې ورسره لیږدول له دولته غوښتل چې د تاوتریخوالو عاملینو ته سزا ورکړي.

دا لاریون په سوله يیزه توګه ترسره شو، او لاریونیان د هرات د ولایت ودانۍ مخې ته راغونډ شوي وو.

په مظاهر چیانو کې ښځې، ځوانان او سپین ږیري هم وو.

په لاریون کې د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره په هرات ښار کې کلک امنیت نیول شوی و.

د سید علي بکتاش په نامه یوه محصل لاریون کوونکي وویل: ''راغلي یو چې خپل غږ د حکومت او د بشري حقونو تر غوږونو ورسوو. که جلال آباد، دایکندي، غزني او یا هر کوم ځای وي، ټول زموږ وروڼه او خویندې دي. د تاوتریخوالو عاملین باید ونیول شي''.

Image caption لاریون کې د ممکنه تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره ټینګ امنیت نیول شوی و

د لاریون یو ګډونوال ډاکتر نثار احمد مصدق، چې د هرات د ډاکترانو د ټولنې مشر هم دی، لاریونیانو ته په وینا کې وویل: ''که چېرې خلک سره یوموټی شي، او که خلک سره د خپلو شهیدانو د وینو دفاع وکړي، هېڅوک به جنایت ونه شي کړی او نه به د خلکو د غوښتنو مانع وګرځي''.

هغه په زابل کې له ځینو هزاره توکمو د مرۍ غوڅېدل یوه وېروونکې پېښه وبلله، چې په وینا یې ''د افغانستان دښمنان غواړي په هېواد کې بې اتفاقي واچوي او په دې سره دوی خپلو موخو ته ورسېږي''.

دوه ورځې وړاندې هم د مدني ټولنې لسګونه فعالان هرات کې سره راغونډ شوي وو او د هېواد د ناامنیو د مخنیوي غوښتنه یې کوله.

Image caption وړاندې هم هرات کې د ناامنیو ډېرېدو د مخنیوي د لاریون شاهد و.

ورته مطالب