خوشي شوي افغانان د 'اسلامي دولت' د بند کیسه کوي

نبي رضایي
Image caption له ۲۵ کلن نبي رضایي یې خپل خپلوان راټول شوي، خو د نبي څېره کې لا هم وېره له ورایه ښکاري.کیسه کوي چې برمته کوونکي په ازبکي ژبه غږېدل:

هغه اته برمته شوي کسان چې نوي راخوشي شوي، وایي په تېرو نهو میاشتو کې یې یوازې یو ځل د افغان دولت د هلیکوپټرې غږ اورېدلی دی. دا هم هماغه لومړیو ورځو کې چې دولت هڅه کوله دوې د پوځي عملیاتو په مرسته راخوشي کړي.

دغه برمته شوي اوس کابل ته رسېدلي دي. دوی وایي طالبانو د ''اسلامي دولت'' ډلې له منګولو ژغورلي.

په کابل کې زموږ همکارې زمزمې له دغو خوشي شویو سره چې تر خوشي کېدو وروسته یې په لومړي ځل له خپلو کورنیو سره لیدل، له نژدې خبرې کړې.

له ۲۵ کلن نبي رضایي یې خپل خپلوان راټول شوي، خو د نبي څېره کې لا هم وېره له ورایه ښکاري.کیسه کوي چې برمته کوونکي په ازبکي ژبه غږېدل:

'' ټولو ازبکي خبرې کولې هغوی چې فارسي خبرې کولې خپله یې ویل موږ د ازبکستان یو دلته جهاد کوو له خپلو ماشومانو او مېرمنو سره کډوال یو. په اولو شپږو میاشتو کې مو لاسونه او پښې تړلې وې خو غوږونه مو بند نه و یوازې د لېږد په وخت کې یې زمو غږونه بندول سیمه د اوسېدو وه د اذان غږ مو اورېده او همدا رنګه د ماشومانو.''

Image caption د خوشي شویو خپلوانو د هغوی تود هرکلی وکړ.

برمته شوي وایي برمته کوونکي ازبکان وو چې له خپلو کورنیو سره د زابل په خاک افغان ولایت کې اوسېدل.

خوب نه راتله

د نبي کورنۍ ته د خوښۍ انتظار و سره له دې چې یو ځل د برمتو د وژلو خبر هم خپور شوی و. پلار یې حبیب الله رضایي داسې وویل:

'' په هماغه شپه یې چې د اوو کسانو مرۍ یې پرې کړې وې زه او مور یې تر سبا ويښ وو، خوب مو نه و، خو په بله شپه چې خبر راغی راته وویل شول چې دوی ژوندي دي او خوشي کېږي له خوښۍ خوب نه راتله.''

خور یې وایي د ورور نهه میاشتې بېلتون یې نهه سوه کاله پرې تېر شوی:

'' دا مې د ژوند تر ټولو خوشحاله ورځ ده، چې ورور مې کور ته راغی. مننه له هغوی چې راخوشی یې کړ. نهه میاشتې پر موږ نهه سوه کاله شو.''

د خوشي شویو برمته کسانو خبرې د ولسمشر له وروستۍ وینا سره ورته نه دي. دولت وایي چې د برمته شویو کسانو ځای پنځوس ځله بدل شوی دی.

Image caption په خوشي شویو کې یو سپین ږیری هم و، چې وايي د بند پرمهال یې د اذان او ماشومانو غږونه اورېدل

خو راخوشي شوي برمته وایي یوازې پنځه ځله یې ځایونه بدل شوي چې وروستی ځل یې ځای طالبانو وربدل کړی و.

نبي وایي دوی طالبانو راخوشي کړي دي:

ټول ''داعشیان'' ووژل شول''

''زموږ یوه ملګري یوسف د لاسونو مینځلو لپاره اوبه وغوښتې اوبه یې نه راکولې یوه په پښتو غږ کړ یوسفه نن خوشی کېږې بل ملګري مو وویل یوازې یوسف، ولې ټول نه خوشي کیږي. دوه ساعته تېر شول ډېر کسان راغلل موږ ته یې ویل سترګې مو پرانیځئ بیا یې وویل ټول ''داعشیان'' ووژل شول.''

نبي او ورسره اوه نور کسان یوه ورځ وروسته له هغه چې د اوو تنو برمته شوو کسانو چې مرۍ یې پرې شوې او وژل شوي و، راخوشي شول.

د دغو کسانو وژلو په افغانانو، په تېره بیا هزاره قوم کې اعتراضونه راپورته کړل. مړي یې کابل ته راولېږدول شول او زرګونو کسانو پلازمېنه کې لاریون وکړ. سره له دې چې نبي او اوو تنو نورو ملګرو ته یې دا د وېرې کیسه ختمه شوه خو د افغانستان په لویو لارو کې ناامني او برمته کېدل په خپل ځای پاتې دي.

۳۱ هزاره ګان د تېر کال په وروستیو کې چې له هراته کابل ته راتلل، د زابل په شاجوی سیمه کې برمته شول. نولس برمته شوي په لومړیو کې راخوشي شول، خو د نورو برخلیک ناڅرګند و.