اروپا ته د تلونکو افغان کډوالو شمېر"۱۴۶ زرو" ته رسېدلی

Image caption روان کال له افغانستان نه اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر ۱۴۶ زره کسانو ته رسېدلی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې روان کال له افغانستان نه اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر ۱۴۶ زره کسانو ته رسېدلی.

له دوی یې ۸۰ زره کډوال جرمني ته تللي او هلته یې د پناه غوښتنه کړې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویل:

"په ۲۰۱۵م کال کې تر اوسه له هغو کډوالو چې جرمني ته تللي د ۴۳ سلنې د پناه غوښتنه منل شوې. د پاتې ۵۷ فیصده کډوالو د پناه غوښتنې لا هم نه دي بشپړې شوي"

په کابل کې د جرمني سفیر ویلي چې د جرمني حکومت تر اوسه یوازې ۷ افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته شړلي.

د ښاغلي رباني په وینا له دغو کډوالو ۱۸۴۷ یې هالنډ ته تللي او ۱۰۱۴ نور بیا ناروې کې د پناه غوښتنه کړې.

ډیری کډوال د روسیې له لارې ناروې ته تللي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډیری کډوال د روسیې له لارې ناروې ته تللي.

د ناروې ځینو چارواکو ویلي چې د ۹۰ سلنه افغان کډوالو د پناه غوښتنه به رد شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د نړۍ په ۵۲ هېوادونو کې څه باندې ۶ مېلیونه افغانان ژوند کوي.

له سوریې وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې ګڼ شمېر وګړي یې نورو هېوادونو ته کډه کېږي.

ورته مطالب