د کندوز ډېری ښځینه خبریالانې په کور ناستې ته اړې شوې

Image caption '' له طالبانو وړاندې او له طالبانو وروسته هم ګواښونه شته، زموږ لپاره نا مسوول کسان یو سرخوږی دی، چې نامسوول شو هغوئ د هیڅ څه مسولیت نه اخلي او هرڅه یې چې په وس پوره وي کوي یې. زرغونه حسن

په کندوز کې ښځينه خبریالانې له وروستیو نا ارامیو سره په کور ناستې ته اړې شوي. دغه سیمه کې له ۴۰ ډېرې خبریالانې شته چې وايي د طالبانو لاس ته د کندوز له لوېدو وروسته د دوی په چارو ویره خپره شوې ده.

د بي بي سي خبریال سیدعبدالله نظامي وايي سیمه کې ځینې راډیوګانې تالا شوې هم دي او د جګړو په ورځو کې یې وسایل لوټ شوي دي.

کندوز ښار کې له جګړو وروسته رسنۍ لکه چې ښکاري په ښه حالت کې نه دي. یو شمېر خبریالان له کندوزه وتلي او څوک چې پاتې دي خورا محتاط ژوند لري، داسې چې ځان خوندي نه ګڼي.

په کندوز کې د یوې سیمه ییزې راډیو چلونکې مېرمن زرغونه د خپلې راډیو دغږ په څېر ځان ورک ساتي وايي، په هغه ښار کې د بیان ازادۍ لپاره هلې ځلې کوي چې هره ګړۍ ورته د ګواښ خبرې رسیږي، نا مسووله وسله وال او حکومت مخالفه ډلې چې نه غواړي هرڅه دې وویل شي:

'' له طالبانو وړاندې او له طالبانو وروسته هم ګواښونه شته، زموږ لپاره نا مسوول کسان یو سرخوږی دی، چې نامسوول شو هغوئ د هیڅ څه مسولیت نه اخلي او هرڅه یې چې په وس پوره وي کوي یې.

Image caption د کندوز په جګړه کې د ټولو سیمه ییزو رسنیو وسایل لوټ شوي وو، خبریالان اوس بېرته کار ته په ستنېدو دي، هیله مند یو هر څه به ژر بېرته عادي حالت ته راشي عبیدالله نیازی

دوی خلک ځورولي او معلومه ده چې شکایتونه ترې شته، زموږ راډیو ته به په ژوندیو خپرونو کې کندوزیانو زنګونه وهل او دوی به یې رسوا کول دغه حالت نامسوولو کړیو ته دزغم نه دی، موږ ته طالبان او دا خلک یو نظر لري.

د دې راډیو ټولې تخنیکي وسایل، هغه ورځې چې حکومت له کندوزه وتلی و لوټ شوې.

کندوز کې د خبریالانو شمېر شاوخوا ۸۰ تنو ته رسیږي. ښځینه خبریالانې چې شمېر یې ۴۰ دی او په اتو راډیو ګانو او چاپي خپرونو کې کار کوي، نن سبا یې موندل اسان نه دي. په وېرې ورګډو حالاتو پسې اخیستي د غه خبریالانې اوس تر ډېره په کور ناستې دي او که وموندل شي، خبرو ته نه چمتو کېږي.

چارواکي وايي ننګونې شته خو ورو ورو به هرڅه سم شي. د کندوز داطلاعاتو او کلتور ریس عبیدالله نیازي بي بي سي ته وویل:

'' دلته په جګړه کې د ټولو سیمه ییزو رسنیو وسایل لوټ شوي وو، خبریالان اوس بېرته کار ته په ستنېدو دي، هیله مند یو هر څه به ژر بېرته عادي حالت ته وګرځي ''

افغانستان کې د رسنیوپربنسټونو لسیزه اوړي خو بې ثباته حالاتو پکې د خبریالانو کاري ژوند هم لړزولی. یوازې له خپل مسلک سره بې کچې مینه او تقدیر ته د بخت سپارل به ځینې رسنیوال په ډګر کې وساتي.