زابل کې د سړک غاړې ماين چاودنې درې کسان وژلي دي

د انځور حقوق Reuters

د افغانستان سويلي ولايت زابل چارواکي وايي د سړک غاړې ماين چادونې ۱۱ کسانو ته مرګ وژبله اړولې ده.

د دې ولايت د والي وياند اسلام ګل سيال وايي، پېښه په شينکۍ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې چې په ترڅ کې يې يو ماشوم او دوې مېرمنې وژل شوي دي.

دی وايي په دغه چاودنه کې اته نورې ښځې او ماشومان هم ټپيان شوي دي.

ښاغلی سيال وايي، چاودنه غرمه مهال شاوخوا ۱۲ بجې پر هغه تراکټور شوې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون يوه کډه په کې بار او له کلات څخه د شينکۍ پر لور روان و.

د والي وياند پړه پر وسله والو طالبانو اچوي او وايي ماين دوی خښ کړی دی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په تړاو څه نه دي ويلي.

له څه مودې راهيسې په زابل او شاوخوا ولايتونو کې امنيتي حالات د پخوا په پرتله خراب شوي دي.

تېره اوونۍ د زابل چارواکو د طالبانو د دوو ډلو تر منځ د جګړې خبر ورکړی و، چې په وينا يې د ملا اختر محمد منصور او منصور داد الله ۷۰ وسله وال په کې وژل شوي وو.

د زابل ولايت د امنيت امر غلام جيلاني فراهي ويلی وو په دغه جګړه کې د منصور داد الله ۶۰ او د ملا اختر محمد منصور ۱۰ ملاتړي وژل شوي وو.

څو ورځې وړاندې د طالبانو ځينو ډلو د ملا منصور له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ او ملامحمد رسول يې د خپل سرپرست مشر په توګه اعلان کړ.

ملا منصور د طالبانو د نوې اعلان شوې ډلې ملا محمد رسول د څلورو مرستيالانو څخه يو دی.