د کابل- کندهار پر لويه لار ۲۰ مسافر يرغمل شوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان سويلي ولايت زابل چارواکي وايي، ۲۰ مسافر چې له کندهار څخه غزني ته روان وو د ناپېژاندو وسله والو له خوا يرغمل شوی دي.

ويل کېږي تښتول شوي کسان هزارګان دي.

د ځايي سرچينو په وينا، وسله والو کسانو د دغو خلکو موټر پر لار درولی او مسافر يې يرغمل کړي دي.

يوه ځايي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ويلي، دغه کسان د زابل ولايت ناورک سيمه کې د کابل- کندهار پر لويه لار تښتول شوي دي.

تر اوسه نه ده معلومه چې دا کسان چا او ولې تښتولي دي.

د دغې پېښې خبر د افغانستان په خواله او نورو رسنيو هم خپور شوی دی.

د افغانستان په سويل زابل او غزني ولايتونو کې په تېرو لسو مياشتو کې د تښتونې اته پېښې ثبت شوې دي. په دغو پېښو کې ۸۳ تنه تښتول شوي چې ۲۲ تنه ترې وژل شوي، د پنځو په اړه يې معلومات نشته پاتې نور خوشي شوي دي.

له دغو کسانو ۱۹ تنه يې د روان کال ثور مياشتې پر ۲۱ نېټه خوشي او د پاتې ۱۲ نورو راتلونکی نه دی معلوم.

ځايي چارواکو د عقرب پر ۱۷ نېټه ويلي و چې له اسلامي دولت نومي ډلې سره تړلو کسانو د دوو ښځو او يوې نجلۍ په ګډون د اوو يرغمل شويو کسانو سرونه پرې کړي وو.

ويل کېږي دغه کسان يوه نيمه مياشت وړاندې، د وسله والو له خوا د زابل په ګيلان ولسوالۍ کې تښتول شوي وو.

ورته مطالب