تېرو ۱۲ کلونو کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بېساري کچه لوېدلی

د انځور حقوق AFP
Image caption شاوخوا يو کال وړاندې د يوه امريکايي ډالر ارزښت ۵۰ افغانۍ و

تېرې څو ورځې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په تېرو ۱۲ کلونو کې په بېساري کچه ټيت شوی دی.

څو ورځې وړاندې د ډالر قيمت له ۶۶ افغانيو څخه ۶۸.۳ افغانيو ته پورته شو، چې دا په تېره يوه لسيزه کې تر ټولو لوړه بيه ده.

شاوخوا يو کال وړاندې د يوه امريکايي ډالر ارزښت ۵۰ افغانۍ و.

افغان دولت په ۲۰۰۳ کال کې پخواني نوټونه بند او پر ځای يې نوې پيسې چاپ کړې.

د افغان مرکزي بانک وياند ايمل هاشور بي بي سي ته وويل، دغه بانک غواړي د افغانيو بېې د لوېدا د مخنيوي لپاره به ۴۰ ميليونه ډالر بازار ته وباسي او پر ځای به يې افغانۍ وپېرې.

دی وايي د مرکزي بانک د حساب له مخې په دغه اندازه د ډالرو ايستل به وکولای شي د افغانيو ارزښت کنټرول کړي.

د ښاغلي هاشور په وينا، مرکزي بانک غواړي د ډالرو پر وړاندې د افغانيو لوېدل کنټرول کړي نه دا چې بېخي د افغانيو ارزښت کمېدل ودروي.

ښاغلی هاشور د افغانيو ټيټېدل، په نړيواله کچه د ډالرو ارزښت لوړېدل، د بهرنيو ځواکونو وتل او د غوښتنې د کچې زياتوالی بولې.

دی وايي اوس مهال افغانستان ۵۰۰ ميليونه ډالر صادرات لري خو د دې په بدل د ۴.۵ ميليارده ډالرو په ارزښت توکي له بهره واردوي.

همدا ډول د مرکزي بانک وياند د افغانيو ارزښت لوېدل د اقتصادي ودې وروالی او بهر ته د افغانانو مهاجرت بولې. د ده پر وينا بهر ته تلونکي افغانان هم یوه لويه اندازه پيسې له ځانه سره وباسي.

د کابل يو صراف ذبيح الله، د مرکزي بانک له خوا بازار ته د ډالرو پر ايستلو نيوکه کوي، دی وايي بازار ته وړاندې شوې پيسې د يو څو صرافانو لاس ته لوېږي چې هغه يې بيا پاکستان او ايران ته لېږدوي.

د ده پر وينا نن له غرمې مخکي د يوه ډالر ارزښت ۶۸.۳۵ افغانۍ و، کله چې مرکزي بانک ۳۷ ميليون ډالر بازار ته وړاندې کړل د یوه ډالر بيه ۶۸.۵۰ افغانيو ته وخته او د مرکزي بانک دغه کړنې د افغانيو د ارزښت پر لوړېدو هېڅ تاثير ونه کړ.

يو دوکاندار حميد وايي، افغان سوداګر بهر کې په ډالرو توکي پېري او افغانستان ته يې واردوي چې هلته بيا پر افغانيو پلورل کېږي، د ده پر وينا دغه کار افغان تجارانو او هټيوالو ته ډېر تاوان رسوي.

د نوي حکومت له جوړېدو او د طالبانو له ماتې وړاندې افغانستان کې تر ټولو کوچني پيسه د ۱۰۰۰ نوټ و، د ۵۰۰ نوټ له وړاندې د راکړې ورکړې له بازاره وتلی و.

د طالبانو او مجاهدينو پر مهال د يوه امريکايي ډالر ارزښت ۷۵۰۰۰ افغانۍ و.