د کندوز د سقوط لاملونه: "د مشرتابه کمزوري او د امنيتي جوړښتونو پېچلتيا"

Image caption د دغه کمیسیون یو غړي امرالله صالح وايي امنیت شورا په خپل اوسني جوړښت سره نه شي کولای د امنیتي ستونزو په وړاندې ځواب ووايي

د طالبانو لاس ته د کندوز ولایت د لوېدلو حقیقت موندنې کمیسیون پلاوي، د دغه ښار د سقوط اصلي لاملونه د مشرتابه کمزوري او د امنیتي جوړښتونو پېچلتیا په ګوته کړل.

دغه پلاوي د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د پریوتو په مخنیوي کې، د افغانستان د امنیت پر ملي شورا او نورو امنیتي ادارو سختې نیوکې وکړې.

د دغه کمیسیون یوه غړي امرالله صالح په دې برخه کې د هر راز توطیې او دسیسې شتون رد کړ.

کمیسیون له افغان ولسمشره وغوښتل چې له خپلې ژمنې سره سم چټک ګامونه اوچت کړي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو لاس ته کندوز ښار د لوېدلو حقیقت موندنې کمیسیون ۲۰۰ مخیز راپور چې رسنیو ته یې دېرش مخه لنډيز وړاندې شو، د دغه ستراتیژیک ښار د سقوط ټول لاملونو ته کتنه شوې ده.

د دغه کمیسیون مشر امرالله صالح ټینګار کوي چې د راپور ارزونې او موندنې ټولې بې پرې دي، او هغه لیدنې کتنې یې چې له افغان چارواکو سره لرلې د دوی پر راپور یې کوم اغېز نه دی لرلی.

د دغه کمیسیون یو بل غړی ایوب رفیقي وايي دوی روښانه کړې چې په هغې پېښې کې څوک او کوم بنسټونه ښکېل وو.

په دغه راپور کې د ناقانونه وسله والو شتون، خاکستري شبکې او ځمکو غصبونکو په ګډون ځینې نور لاملونه هم په ګوته شوي دي.

Image caption شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لویدلو په پایله کې زرګونه کورنۍ له خپلو کورنو تېښتې ته مجبوره شوې

خو د کمیسیون مشر امرالله صالح د افغانستان د امنیت ملي شورا چې ولسمشر محمد اشرف غني یې مشري کوي، په بې بروایۍ او غفلت تورنه کړه او وايي د کندز ښار په وړاندې ګواښونو ته په وخت ځواب نه دی ویل شوی.

ښاغلی صالح وايي امنیت شورا په خپل اوسني جوړښت سره نه شي کولای د امنیتي ستونزو په وړاندې ځواب ووايي.

د کمیسیون غړي له افغان ولسمشره غواړي چې پر خپلو هغو ژمنو عمل وکړي چې ویلي یې وو د حقیقت موندنې کمیسیون د راپور تر خپرېدو یوه ورځ وروسته به ګامونه اوچت کړي.

د کمیسیون یو بل غړی ابدال محمدي وايي "تمه لرو چې سر له سبا په دې اړه ګامونه اوچت شي. خلک غواړي ډاډه شي هغه څه چې حکومت ژمنه ورسره کړې، په اړه یې ګامونه اوچتیږي."

د کندز پېښې د حقیقت موندنې کمیسیون تر څرګندونو څو شيبې وروسته د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي وویل، په دې اړه به ګامونه اوچت شي. چې ځینې به یې چټک او ځینې نور به یې اوږد مهاله وي.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د طالبانو لاس ته د کندوز ښار د لویدلو په پایله کې زرګونه کورنۍ له خپلو کورنو تېښتې ته مجبوره شوې او خلکو ته درانه مالي زیانونه هم واوښتل.

دغه راز د طالبانو لاس ته د ګڼو زغره والو او نورو پوځي وسیلو او وسلو د لوېدلو خبرونه هم ورکړل شوي وو.

ورته مطالب