افغان ښځینه ډي جې وايي د هنر مینه والو شمېر یې په ډېرېدو دی

Image caption د یو شمېر هوټلونو خاوندانو ښځینه کارکونکې د خوښیو مراسمو کې د ښځینه مېلمنو خدمت ته ګومارلې دي

اوسمهال فلم اخیستنه او موسیقي په افغان ټولنه کې په تېره بیا لویو ښارونو کې د خوښیو یوه مهمه برخه ده.

همدا لامل دی چې اوس په دغو خوښیو کې ډېری ښځینه د فلم اخیستني او موسیقی چارې پرمخ بیايي.

دا ځکه چې کورنۍ د ښځینه هغو سره ځانونه بې غمه احساسوي او دغو نجونو لپاره دا د اقتصادي وضیعت ښه کولو په معانا هم ده.

۳۰ کلنه زینب سندرغاړې نه ده او نه هم د موسیقۍ له الو سره بلدتیا لري.

اته کاله کېږي چې په ودونو او شخصي خوښیو کې د کمپیوټر او لوډسپیکر په مرسته د موسیقۍ سمبالونکې ده، چې ډي جې ورته وايي، ډي جې په خوښیو کي د نڅا سازونه ترتیبوي.

دا په افغانستان کې یو نوی کار دی خو لوېدیځه نړۍ کې یې مخینه اوږده ده.

له زینب سره د یوې کوژدې مراسمو ته لاړم.

په دغې ښادۍ کې دا د موسیقۍ سمبالونکې وه. خونې له ښځینه وو ډکې دي، نارینه نه ترسترګو کېږي، نجونې دې ته انتظار دي چې زینب خپل سازونه پیل کړي.

زینب په مسلکي ډول ډي جې او فلم اخیستنه نه ده زدکړې.

دا له یوه محفله زر افغانۍ لاسته راوړي چې شل امریکایي ډالره کېږي. زینب څلور ماشومان لري او میړه یې بې روزګاره دی. نوموړې وایي:

''درې ماشومان مې ښونځي ته ځي، د هغوې لګښت او خپل روزګار مې مخته وړلای شم.''

پښتنې نومي مېر منې راته وویل، له واده یې یو کال تیریږي. د واده پر مهال یې د میړه کورنۍ اجازه نه ورکوله چې د واده انځورنه او فلم یې د نارینه وو په لاس واخیستل شي خو ښځینه انځور او فلم اخیستونکې دغه هیله ورپوره کړه:

'' د میړه پلار مې ویل زه نارینه فلم اخیستونکي ته اجازه نه ورکوم چې واده ته مو راشي او له تاسو فلم واخلي، خو چې ښځینه فلم اخیستونکې سره مې خبرې وکړې هغې مې هیله پوره کړه''

Image caption مرسل وایي ډیری وخت خلک ورته په درنه سترګه نه ګوري خو داسې خلک هم شته چې درناوی یې کوي ځکه د هغوي د کورنیو پرده ورسره خوندي وي

مرسل هم له هغو نجونو ده چې په خوښیو کې موسیقي سمبالوي او ډېری وخت د ناوې او زوم عکسونو اخلي. د دې ترڅنګ په یو خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصله هم ده:

'' کله چې واده ته ځم د ناوې او زوم انځورونه اخلم دواړه ډېر راحت احساسوي، خو زه فکر کوم نارینه انځوراخیستونکي سره به دومره نه وي''

مرسل وایي ډېری وخت خلک ورته په درنه سترګه نه ګوري خو داسې خلک شته چې درناوی یې کوي، ځکه د هغوي د کورنیو پرده ورسره خوندي وي.

د زینب او مرسل په څېر نجونې له یوې خوا د کورنۍ له اقتصاد سره مرسته کوي او له بلې خوا د ټولنې د اړتیاو د پوره کولو لپاره دغه برخه کې کار کوي.

ډېری وخت د خوښیو په مراسمو کې محدویتونه د دې لامل شوي چې محفلونه ګډ وډ شي او جنجالونه راولاړ شي. د دغو ستونزو د حال لپاره ان د هوټلونو خاوندانو ښځینه کارکونکې ګومارلي دي .

د ډېرو لپاره به د ښځو له خوا د دغو چارو ترسره کول نوې خبره وي، خو د کورنیو له غوښتونو معلومیږي چې دا صنعت به په راتلونکي کې ښه وده وکړي، خو لا هم دغې برخه کې د ګوتو په شمار نجونې کار کوي.