عبدالله عبدالله 'حزب التحریر' د ترهګرو ډلو ملکي څانګه بولي

عبدالله
Image caption ښاغلي عبدالله زیاته کړه، حزب التحریر په اکاډیمیک چاپېریال، خلکو او ځوانانو کې ډېر فعالیتونه لري

په افغانستان کې د "ملي یووالي" حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله د وزیرانو شورا ته په وینا کې وویل، "حزب التحریر" په دې هېواد کې د ترهګرو ډلو د ملکي څانګې په بڼه پراخ فعالیتونه کوي.

ښاغلي عبدالله دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۲ مه) د وزیرانو شورا ته وکړې چې په وینا یې "په اصل کې حزب التحریر د ترهګرو ډلو ملکي څانګه ده، چې ځوانان او خلک ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي. دا فعالیتونه په پراخ ډول ترسره کېږي".

عبدالله عبدالله دا هم وویل، د حزب التحریر د فعالیتونو د ممنوعیت لپاره لکه څرنګه چې ښايي، لازم ګامونه نه دي اخیستل شوي.

"سیاسي ګوند نه دی"

نوموړي ټینګار وکړ، چې حزب التحریر یو سیاسي ګوند "نه دی"، بلکې له ترهګریزو سازمانونو سره تړلی سازمان دی، چې په افغانستان کې له آزادۍ او دیموکراسۍ نه په "ناوړه ګټې" اخیستو سره، خپلو ترهګریزو اهدافو او ناامنیو جوړولو ته کار کوي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، حزب التحریر په اکاډیمیک چاپېریال، خلکو او ځوانانو کې ډېر فعالیتونه لري، خو نوموړي نور جزییات ورنه کړل چې حکومت ددغې ډلې د فعالیتونو پروړاندې څه ډول ګامونه اخلي.

حزب التحریر ګوند په ۱۹۵۳ کال کې د یوه روحاني فلسطیني شیخ تقي الدین النبهاني له خوا جوړ شو، او په ټوله نړۍ کې د یوه داسې اسلامي خلافت جوړول یې هدف دی، چې هر یو اسلامي هېواد پکې ولایت شي.

په ۲۰۱۱ کال کې، د سیف الله مستنیر په نامه د حزب التحریر یوه جګپوړي چارواکي له بي بي سي سره په یوې مرکې کې ویلي وو، چې د حکومت په ګڼو بنسټونو کې یې نفوذ کړی دی.

مستنیر دا هم ویلي وو، چې حزب التحریر په افغانستان کې ډېر پلویان لري، چې آن د افغانستان له کابینې نیولې تر عادي خلکو پورې یې نظریات منل شوي، خو وضعیت لا داسې حد ته نه دی رسېدلی چې دوی خپل نظر ښکاره کړي.

ددې ګوند غړي ادعا کوي چې دا مهال د نړۍ په ۴۵ هېوادونو کې فعالیت لري.

د انځور حقوق AP
Image caption په وروستیو کې ددغه ګوند ځینو غړو د ننګرهار پوهنتون د محصلینو په لاریون کې ددې ډلې تور بیرغ پورته کړ او د افغانستان د دولت پر وړاندې یې شعارونه ورکول.

د رپوټونو له مخې د منځنۍ آسیا په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د التحریر ګوند پر فعالیتونو بندیز لګېدلی.

د التحریر ګوند په ۲۰۰۳ کال په افغانستان کې فعالیت پیل کړ، او دا چې د 'نړیوال خلافت' لپاره کار کوي، نو افغانستان یو خپلواک هېواد نه بلکې د خلافت یو ولایت بولي.

په وروستیو کې ددغه ګوند ځینو غړو د ننګرهار پوهنتون د محصلینو په لاریون کې ددې ډلې تور بیرغ پورته کړ او د افغانستان د دولت پر وړاندې یې شعارونه ورکول. دوی ویل "له جمهوریت نه ستړي شوي یو، موږ خلافت غواړو"

Image caption حزب التحریر وايي د 'اسلامي خلافت' جوړولو په موخه فعالیت کوي

.

ورته مطالب