"اسلامي دولت د افغانستان ختيځ کې زيارتونه او قبرونه نړولي"

Image caption په ننګرهار ولايت کې د اچین او کوټ ولسوالۍ له هغو سيمو کڼل کېږي چې د اسلامی دولت ډلې فعاليت په کې تر سترګو کېږي

د افغانستان ختيځ ننګرهار ولايت ځايي چارواکي او د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړلو کسانو په دغه سيمه کې د زيارتونو او قبرونو ړنګول پيل کړي دي.

د اچين ولسوال حاجي غالب د سې شنبې پر ورځ (۲۴ نومبر) بي بي سي ته ويلي، چې د اسلامي دولت ډلې سره تړلو کسانو د بمونو پر مټ زيارتونه له منځه وړي دي.

ښاغلي غالب زياته کړه، ټول نړول شوي زيارتونه تاريخي اهميت لري، يو له دغو زيارتونو د "ليوني بابا" دی چې ويل کېږي ډېر پخوانی دی. د ده په وينا په لسګونو نور زيارتونه هم په دې سيمه کې نړول شوي دي.

يوه ځايي اوسېدونکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته ويلي، "ډېری مشهور زيارتونه د اسلامي دولت ډلې له خوا په بمونو الوزول شوي دي".

دی وايي د ورور، پلار او مور په ګډون د خپلوانو قبرونه يې هم د دې ډلې له خوا نړول شوي دي.

د دغه کس په وينا "اسلامي دولت" ډلې ځواکونو له خلکو غوښتي وو، چې د قبرونو له سرونو بيراغونه لېرې کړي.

په افغانستان کې د دې ډلې يوه وياند بي بي سي ته ويلي، "د عبادت او دعاوو قبلولو لپاره قبرونو او زيارتونو ته تلل د اسلامي احکامو پر خلاف دي او له دې امله داعش غواړي دغه زيارتونه او قبرونه له منځه يوسي."

په خواله رسنيو خپرو شويو تصويرونو کي خلک ښکاري چې د اسلامي دولت بيراغونه ورسره دی او قبرونه له منځه وړي.

په ننګرهار ولايت کې د اچین او کوټ ولسوالۍ له هغو سيمو کڼل کېږي چې د اسلامی دولت ډلې فعاليت په کې تر سترګو کېږي.

له وړاندې په دغو سيمو کې طالبانو فعاليت درلود، خو د دې ډلې له راتګ سره ځينې جنګيالي ورسره يو ځای شول.

ورته مطالب