خوست کې بې پيلوټه الوتکو ۲۰ وسلوال وژلي دي

د انځور حقوق d
Image caption خوست چې له پاکستان سره ګډه پوله لري د افغانستان په سويل ختيځ کې نسبتآ نارامه ولایت دی چې طالبان او د حقاني شبکه په کې فعاليت کوي

د افغانستان په سويل ختيځ خوست ولايت کې چارواکي وايي د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په بريدونو کې لږترلږه ۲۰ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

په سویل ختيځ زون کې د سرحدي پوليسو قومندان بصير خپلواک وايي دغه بريدونه تېره ورځ (چارشنبه، اکتوبر ۲۵) په (ګګی) سيمه کې چې په شينډنډ مشهوره ده شوي دي.

د ښاغلي خپلواک په خبره دغه سيمه غرنۍ ده او له تېرې څه مودې راهيسې وسلوالو مخالفينو په کې مرکزونه جوړ کړي او بيا بيا يې د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.

د ده په خبره په دغه سيمه کې تېره ورځ پنځه ځله بمبار وشو، چې په پايله کې يې د افغان حکومت له ۲۰ تر ۳۰ پورې مخالفين ووژل شول.

ښاغلی خپلواک وايي دغه سيمه د ډېورنډ پر کرښه پرته ده او تر اوسه په دې اړه کره معلومات نه دي ډاګيزه شوي، چې دغه کسان پاکستاني طالبان دي او که د افغان حکومت وسلوال مخالفين دي.

د ده په وينا د لومړنيو معلوماتو له مخې په دغو بريدونو کې د کوچي او ډاکټر خان په نومونو دوه قومندانان هم وژل شوي دي.

افغان چارواکي داسې مهال د دغو هوايي بريدونو په اړه خبر ورکوي، چې نيويارک ټايمز ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتي چارواکو له قوله ويلي چې د پاکستاني طالبانو يو مشهور قومندان خان سعيد سجنا تېره ورځ د افغانستان په ختيځ کې په هوايي بريدونو کې وژل شوی دی.

د پاکستان يو شمېر رسنيو هم د خان سعيد سجنا د وژل کېدو خبر خپور کړی دی.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د خان سعيد سجنا له قوله ويل شوي و چې د ده تر قومندې لاندې ډله به پر پاکستاني اهدافو بريدونه، نه کوي، بلکې جګړه به يې په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره وي

د پاکستاني طالبانو د خان سعيد ډلې له لوري تر اوسه د خپل مشر د وژل کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي.

خان سعيد چې په سجنا مشهور دی د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر حکيم الله مسعود له وژل کېدو سملاسي وروسته د دغې ډلې د مشر په توګه غوره شو.

خو لږ وروسته د پاکستاني طالبانو مشرانو له ده سره مخالفت وکړ او ملا فضل الله يې خپل مشر وټاکه.

خان سعيد له دغو اختلافونو وروسته له پاکستاني طالبانو خپله لار جلا کړه او ځان ته يې خپله ډله جوړه کړه.

هغه مهال د خان سعيد سجنا له قوله ويل شوي و چې د ده تر قومندې لاندې ډله به پر پاکستاني اهدافو بريدونه، نه کوي، بلکې جګړه به يې په افغانستان کې له مېشتو بهرنيو ځواکونو سره وي.

خوست چې له پاکستان سره ګډه پوله لري د افغانستان په سويل ختيځ کې نسبتآ نارامه ولایت دی چې طالبان او د حقاني شبکه په کې فعاليت کوي.

ورته مطالب