د افضل خان لالا په اړه کابل کې علمي سمينار جوړ شو

د انځور حقوق Social Media
Image caption په دغه سمينار کې د افغانستان او پاکستان يو شمېر مشرانو ګډون کړی و

کابل کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د پښتنو دا وتلي سياستوال، مبارز او ولسي مشر اروښاد افضل خان لالا په اړه علمي سمينار جوړ کړ.

سمينار کې د پاکستان او افغانستان ګڼ شمېر مشرانو ګډون کړی و.

په دې سمينار کې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي عوامي ګوند مشر اسنفديار ولي خان، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، افراسياب خټک، افتاب احمد شيرپاو، يونس قانوني او حنيف اتمر تر څنګ د افغان حکومت يو شمېر غړو، سياسي، فرهنګي شخصيتونو او يو شمېر قومي مشرانو هم ګډون کړی و.

د نورو ګډونوالو تر څنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او اسنفديار ولي خان د خدای بښلي افضل خان لالا پر سياسي، فرهنګي ژوند، د ده پر افکار او کارنامو خبرې وکړې او مړينه يې د پولې دواړو غاړو پښتنو لپاره لويه ضايعه وبلله.

د انځور حقوق Social media
Image caption افضل خان لالا د عوامي نشنل ګوند يو له مهمو مشرانو ګڼل کېده او د دې ګوند د پخواني مشر عبدالولي خان يو تر ټولو نژدې ملګری و
د انځور حقوق Social Media
Image caption افضل خان لالا څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او له افغان مشرانو سره يې ليدلي کتلي وو

ښاغلی افضل خان لالا روانه مياشت د ورپېښې ناروغۍ له امله د ۸۵ کلونو په عمر په حق رسېدلی و.

خدای بښلی په۱۹۳۱ کې د خيبر پښتونخوا په سوات کې زيږېدلی او لومړنی زده کړې يې په خپله سيمه کړې وې.

لوړې زده کړې يې د پېښور او لاهور په پوهنتونو کې د سياسي پوهنې او قانون په برخه کې ترسره کړې وې.

افضل خان لالا د عوامي نېشنل ګوند (ANP) يو له مهمو مشرانو ګڼل کېده او د دې ګوند د پخواني مشر عبدالولي خان يو تر ټولو نژدې ملګری و.

افضل خان لالا څو ځله افغانستان ته سفرونه کړي او له افغان مشرانو سره يې ليدلي کتلي وو.

خدای بښلي د پښتنو يوالي په اړه ښکاره دريځ درلود، ده ويل "تر هغه چې پښتون قوم نه وي يو شوی، د دې قوم مشکلات او محروميتونه نه شي ختمېدلی".