افغان لیکوال محمد اسمعیل اکبر ومړ

اسمعیل اکبر د انځور حقوق Personal Domain
Image caption دغه لیکوال او ورځپاڼه لیکونکی پاکستان ته هم کډوال شوی او هلته یې د "نن غږ" په نامه فکري خپرنۍ هم چلولې ده.

افغان لیکوال او ورځپاڼه لیکونکی محمد اسمعیل اکبر په کابل کې د ۶۴ کلونو په عمر ومړ.

نوموړي ګڼ تحلیلونه، سیاسي، کلتتوري او ټولنیزې لیکنې کړې دي او د "بل فصل" په نامه یو کتاب یې هم لیکلی دی.

ښاغلی اکبر د افغاسنتان په بېلابېلو سیاسي پړاوونو کې په اصلاح غوښتونکي مبارز مشهور و، چې د حفیظ الله امین د حکومت په واکمنۍ کې بندي شوی هم دی.

هغه د سردار محمد داود خان تر واکمنۍ پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

محمد اسمعیل اکبر په ۱۳۳۰ کال د جوزجان ولایت آقچه ولسوالۍ د حیدر آباد په یوه کلیواله سیمه کې زیږېدلی.

نوموړی د "سولې"، "اسلام غږ" او "طلوع افغانستان" ورځپاڼو مدیر پاتې شوی دی.

دغه لیکوال او ورځپاڼه لیکونکی پاکستان ته هم کډوال شوی او هلته یې د "نن غږ" په نامه فکري خپرنۍ هم چلولې ده.

په پام کې ده چې محمد اسمعیل اکبر د دوشنبې په ورځ (نومبر ۳۰مه) کابل کې خاورو ته وسپارل شي.