نژدې ٩٠٠٠ افغانان د ايډز پر ناروغۍ اخته دي

د انځور حقوق MOPH
Image caption ه غونډه کې افغان حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې په دې هېواد کې د اېچ ای وي يا ايډز د خپرېدو مخنيوی به کوي.

د افغانستان د روغتيا وزارت وايي په دې هېواد کې له ايډز يا اېچ ای وي سره مبارزه نورې پانګونې او جدي توجه ته اړتيا لري.

د ډسمبر لومړۍ نېټه په نړيواله کچه ايډز سره د مبارزې ورځ ده. په دې تړاو د روغتيا وزارت، د روغتيا نړيوال سازمان او يو شمېر نورو ادارو استازو د دې ورځې په مناسبت په کابل کې غونډه جوړه کړې وه.

په غونډه کې افغان حکومتي چارواکو ژمنه وکړه چې په دې هېواد کې د اېچ ای وي يا ايډز د خپرېدو مخنيوی به کوي.

د شمېرو له مخې افغانستان يو له هغو هېوادونو دی چې د ايډز کچه په کې ټيټه ده، خو د ګډونوالو په وينا لازمو هلو ځلو ته اړتيا ده چې د دغې وژونکې ناروغۍ مخنيوی وشي او هغه کسان چې په دغه ناروغۍ اخته او يا د اخته کېدو له خطر سره مخ دي روغتيايي مرسته او همکاري ورسره وشي.

د غونډې په ترڅ کې د افغانستان د روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز و ويل د اېچ ای وي يا اېډز نړيواله ورځ موږ ته دا فرصت راکوي چې خپلې ژمنې له سره نوې کړو.

د ښاغلي فيروز په وينا وروستيو کلونو کې د ايډز ناروغۍ د مخنيوی او پوهاوي معلوماتو وړاندې کولو په برخه کې ډېر کار شوی دی.

د روغتيا وزارت په وينا د ايډز د کنټرول ملي پروګرام له مخې تراوسه ۸۷۴۱ کسان راجستر شوي چې له هغې ۸۰ سلنه يې نارينه دي.

د افغانستان د روغتيا وزارت د خبرې پاڼې له مخې په نړيواله کچه د ايډز ناروغۍ کچه ۳۵ سلنه راټيټه شوي او د دې ناروغۍ له امله د مړينې اندازه هم ۲۴ سلنه راکمه شوې ده.

په ختیځ ښار جلال اباد کې هم دا ورځ د دې شعار لاندې " د اېچ ايي وي درملنه د ټولو لپاره ، خپله ژمنه عملي کړئ" تر سلیک لاندې ولمانخل شوه.

Image caption ننگرهار کې دعامې روغتيا د رياست د شمېرو ترمخه په دې ولايت کې په ايډز د اخته کسان شمېر لسگونو ته رسيږي.

غونډې ته د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کاموال وويل "د ۲۰۱۴ کال تر پایه په ننګرهار ولایت کې ۲۵ کسان په دې ناروغۍ اخته وو چې له دې جملې یې ۱۱ تنه هغه معتادین چې ګډ سورنجونه يې کارولي، ۱۳ تنه د نامشروع جنسي اړیکو، او يو تن ته د اېچ ايي وي په وايرسو د ککړې وينې او نا خوندي جراحۍ له امله په دې ناروغۍ اخته شوي دي".

افغانستان کې د دې ناروغۍ په اړه د معلوماتو يو شمېر مرکزونه په۱۰ ولايتونو کې جوړ شوي او شاوخوا ۶۵۰ کسان په کې درملنه موموي.

د افغانستان د روغتيا وزارت په وينا د دې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د ازمايښتي ميتودونو غښتلي کول، درملنې ته د لاسرسي پراختيا او د وايرسي ضد درملنې مرکزونو زياتوالي کولای شي د دې ناروغۍ په مخنيوي کې مهم رول ولري.