په م. م کې د افغانستان سفیر: د طالبانو جګړه ییز موسم ختم شوی

محمود صیقل د انځور حقوق M.Saikal
Image caption محمود صیقل له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل او د ترهګرو او اورپکو دا ټینګ باور چې بریدونه به یې د افغانستان سیاسي نظام له پښو وغورځولی شي، د ناامنیو اصلي لاملونه وګڼل.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر محمود صیقل وايي، د ژمي په رارسېدو سره، په هېواد کې د طالبانو جګړه ییز موسم په موقت ډول پای ته رسېدلی.

د طالبانو د 'اسلامي امارت' تر ړنګېدا وروسته، روان کال په افغانستان کې تر ټولو ډېر خونړی و.

ښاغلي صیقل په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د وضعیت ارزونې په راپور کې وویل: ''سږ کال پوځي او ولسي مرګ ژوبله د پاموړ ډېره شوې ده. له هېواده بهر د طالبانو، حقاني شبکې، القاعدې، داعش او د حکمتیار او نورو سخت دریځو ډلو له خوا پر موږ بریدونه وشول''.

د افغانستان سفیر روښانه نه کړه چې څومره افغان امنیتي ځواکونه او ولسي وګړي د سږ کال بریدونو او ناامنیو کې وژل شوي دي، خو د ۲۰۱۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملګرو ملتونو راپور وویل، چې شاوخوا ۱۶۰۰ ولسي وګړي په بریدونو کې وژل شوي او تر ۳۳۰۰ ډېر نور ټپیان شوي، چې د تېرو کلونو پرتله دا شمېره ډېره ده.

د افغانستان دولت د پوځيانو د مرګ ژوبلې له اعلانولو ډډه کوي خو داسې رپوټونه شته چې ګني هره ورځ شاوخوا ۲۰ افغان سرتېري له طالبانو سره په جګړو او نښتو کې وژل کېږي.

محمود صیقل له هېواده د بهرنیو ځواکونو وتل او د ترهګرو او اورپکو دا ټینګ باور چې بریدونه به یې د افغانستان سیاسي نظام له پښو وغورځولی شي، د ناامنیو اصلي لاملونه وګڼل.

ده دا هم وویل چې د ترهګرۍ پرضد د پاکستان ناهمغږي هم د ناامنیو د ډېرېدو لامل ګرځېدلی، چې له کبله یې نړیوال ترهګر د افغانستان خاورې ته ننوځي.

پر همدې مهال، دغه جګپوړي افغان دیپلومات په ملګرو ملتونو کې د نړیوالې ټولنې استازو ته وویل، د افغانستان د 'ملي یووالي' حکومت پر دوو محورونو خپل سیاست مخته وړي.

د سولې بهیر د سیمه ییزو او نړیوالو هڅو له لارې، د اورپکو پروړاندې د ځان د دفاع په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاوو له لوړاوي سره هم مهاله مخته بیايي.

ښاغلي صیقل وویل: ''د سولې بهیر یوازې هغه مهال مثبت تمامېدای شي، چې د پاکستان په سیاست کې بدلون راشي''.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان او پاکستان مشرانو له ډیویډ کامیرون سره درې اړخیزه خبرې درلودې

ده وویل، افغانستان له پاکستان سره د دوه اړخیزمو مستقیمو اړیکو ټینګول غواړي او اوس هغه وخت راغلی چې د دواړو خواوو اصلي استازي مخامخ خبرې وکړي او د بې باورۍ فضا له منځه ولاړه شي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د اقلیمي بدلون په تړاو سرمشریزه کې د ګډون لپاره پاریس ته تللی، د پاکستان او بریتانیا له مشرانو سره یې دوه اړخیزې او درې اړخیزې خبرې کړې دي.

ښاغلي غني د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف او د بریتانیا له لومړي وزیر ډیویډ کامیرون سره د سرمشریزې په پیل کې دوه اړخیزې او بیا درې اړخیزې خبرې درلودې.