سويډن له افغانستان سره د ۹۰۰ ميليون ډالرو مرسته کوي

د انځور حقوق ARG
Image caption د دغې تړون له مخې به تر راتلونکو لس کلونو پورې سويډن له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا۹۲۰ ميليون ډالرو مرسته کوي

افغانستان او سويډڼ پراختيايي برخو کې د همکارۍ لپاره يو تړون لاسليک کړی دی.

په هغه خبرپاڼه کې چې د جمهوري رياست دفتر رسنيو ته لېږلې، راغلي دي، دغه تړون تېره ورځ (جمعه ۴ ډسبمر) د ولسمشر اشرف غني او د سويډن د لومړي وزير سټيفن لووين تر منځ په سټکهلم کې لاسليک شو.

د دغې تړون له مخې به تر راتلونکو لس کلونو پورې سويډن له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ۹۲۰ ميليون ډالرو مرسته کوي.

د سويډن لومړي وزیر له ښاغلي اشرف غني سره په کتنه کې ويلي دغه مرستې به د امنيت، اقتصاد، سياسي او بشري برخو په پراختيا کې وي.

افغان ولسمشر په دغه ناسته کې له سويډن غوښتي چې له افغان کډوالو سره د نړيوالو او بشري قوانينو له مخې چلند وشي.

په تېرو څو اوونيو کې خبرونه خپاره شوي وو، چې د جرمني اوسويډن په ګډون ځينې هېوادونه هغه افغان کډوال چې د کډوالۍ غوښتلنيکونه يې رد شوي بېرته افغانستان ته لېږي.

ښاغلي غني د سويډن د پارلمان غړو ته ويلي، لومړني راپورونه ښيي چې ځينې غير افغان پناه غوښتونکي چې کله اروپا ته ګډه کېږي د پناه غوښتلو په وخت کې ځانونه افغانان معرفي کوي، دا کولای شي د افغان پناه غوښتونکو پر راتلونکي منفي اغېز ولري.

ده وويل د کډوالو په اړه له پرېکړې وړاندې دې د هغوی سمه پېژندګلوي وشي او معلوم دې کړل شي چې له کومې لارې راغلي دي.