کابل کې اور لسګونه هټۍ سوځولې دي

د انځور حقوق BBCPersian.com

د افغانستان پلازمېنې کابل منډويي کې د بوټو مارکیټ کې اور لګېدو شاوخوا ۱۰۰ دوکانونه سوځولي دي.

اور د شنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا لس بجې د منډويي حاجي زرداد په مارکیټ کې بل شوی، چې تر ډېره د بوټانو دوکانونه پکې وو.

د کابل امنیه قومندان په سیمه کې خبریالانو ته وویل، اور د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځ ته شوی، چې نژدې سل هټۍ په بشپړه توګه پکې سوځېدلې دي.

+ د پېښې د ځای انځورونه وګورئ

اور ځینو څېرمه مارکیټونو ته هم غځېدلی دی.

مخکې له دې چې د اوروژنې مامورین هلته ورسېږي، ګڼې هټۍ سوځېدلې وې.

په اور کې درې کسان ټپیان شو دي.

دغه اور د مارکیټ هټیوالو ته میلیونونه افغانۍ مالي زیان اړولی دی.

په دې سیمه کې تر ډېره زاړه مارکیټونه دي، چې په معیاري ډول نه دي جوړ شوي.

د ۱۳۹۱ کال په ژمي کې هم منډويي کې یوه مارکیټ اور اخیستی و، چې د بوټانو او کالیو دوکانونه پکې وسوځوېدل. دولت بیا وروسته کابل کې د اور له کبله د سوځېدو بیمه اجباري کړه.

د ۲۰۱۲ کال په دسمبر کې د کابل کالیو خرڅلاو په یوه مارکیټ کې اور لګېدو لږترلږه ۹۰۰ دوکانونه وسوځول.

اور د فیض ناصري په نامه مارکیټ کې، چې د کابل په منډيي سیمه کې دی، اور اخیستی و.

ورته مطالب