د ننګرهار سره رود ولسوالۍ کې موټر بم برید ۲۲ کسان ټپیان کړي

د انځور حقوق AP
Image caption په سیمه کې امنیه قومندانۍ ته څېرمه کورونو ته هم زیان اوښتی او د چاودنې غږ تر لیرو سیمو پورې اورېدل شوی دی.

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ امنیې قومندانۍ ته مخامخ له چاودېدونکو توکو ډک موټر چوول شوی، چې اوه پولیس او ۱۵ ولسي وګړي پکې ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست بي بي سي ته وویل، برید د دوشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۶ مه) ګهیځ وختي شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاني بي بي سي ته وویل، په برید کې د امنیه قومندانۍ ډېره برخه ویجاړه شوې او ځینې هټۍ هم زیانمنې شوې او د سړک یوه برخه هم تخریب شوې ده.

خوږیاڼی وایي، د ننګرهار والي سلیم خان کندوزی د پېښې ځای ته ورغی او د ټولګټو ادارې ته یې لارښوونه کړې، چې د سړک تخریب شوې برخه بېرته ورغوي.

په سیمه کې امنیه قومندانۍ ته څېرمه کورونو ته هم زیان اوښتی او د چاودنې غږ تر لیرو سیمو پورې اورېدل شوی دی.

تر اوسه ددغه برید پړه چا نه ده منلې.

بل خوا، د دوشنبې په ورځ د کونړ په چپه دره کې د ملي اردو پر یوه موټر ماین چاودلی چې د امنیه قومندان په وینا یو کس پکې وژل شوی او بل ټپي دی.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، د ''عزم'' په نامه عملیاتو کې یې د کونړ چپې درې ولسوالۍ په ګلسلک سیمه کې د ملي اردو سرتېرو یو ټانک الوځولی، چې په وینا یې شپږ پوځيان پکې وژل شوي.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې نسبتاً نارامه ولایت دی، چې په اچین او کوټ ولسوالیو کې یې د 'اسلامي دولت' ډلې فعالیتونه ډېر شوي، او په وروستیو کې دغې ډلې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړې هم کړې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د 'اسلامي دولت' ډلې فعالیتونه ډېر شوي

ورته مطالب