د افغان سولې لپاره نوې لار

د انځور حقوق
Image caption ښاغلى داودزى ليکي هر ډول خبرې بايد له پوځي پلوه له غښتلي دريځ څخه وشي.

د بريتانيا لومړى وزير، ډيوډ کيمرون، تېره اونۍ د افغانستان او پاکستان د مشرانو د يوې بلې درې اړخيزې غونډې کوربه وو.

د ٢٠١١ تر ٢٠١٣ پورې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير په توگه زه په ټولو دا ډول ناستو کې چې هدف يې د افغانستان او پاکستان رانزدې کول او دسولې پروسې کې پاکستان نورې همکارۍ ته هڅول دي شامل وم، خو دا چې په افغانستان کې جگړه پاى ومومي په دې لړ کې افغانستان او ددې نړيوال ملگري زيات پراخ او هر اړخيز دريځ او چلن ته اړتيا لري.

يو ستونزمن کال:

د ٢٠١٥ کال پېښې د جگړې او خبرو په ډگرونو کې بې سابقې دي.

د نړيوالو فشارونو اوافغان حکومت په غوښتنه د جولاى په مياشت کې د پاکستان حکومت په مري کې ځيني طالبان خبرو ته کښېنول. دا غونډه له دې امله ډيره مهمه وه چې دا د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د خپل ډول لومړنۍ مخامخ خبرې وې. دې دغه راز دا خبره هم ثابته کړه چې پاکستان لږ ترلږه د طالبانو په يوې برخې کنترول اواغېز لري.

تيرې ١٢ مياشتې د طالبانو په منځ کې د بدلونونو شاهدې وې. د هغوي دمشر ملاعمر مړينه اعلان شوه، که څه هم تردې دمه دا روښانه نه ده چې هغه کله او په څه ډول مړ شوى دى . دا ډله اوس نوى مشر لري چې له ناندرو ډکې پروسې کې غوره شو. د همدې ناندرو له امله د مري پروسه ځنډول شوې. د پاريس درې اړخيزه غونډې کې پاکستان په دې شرط که افغان حکومت ورڅخه په رسمي ډول وغواړي ددې ځنډېدلې پروسې د بيا راژوندي کولو وړانديز وکړ.

د پاريس د غونډې په تعقيب د پاکستان د بهرنېو چارو وزارت اعلان وکړ چې " دهغه طالبانو د پټن ځايونو پرضد به گام اخلي چې د سولې پروسې کې له شاملېدو ډډه کوي". مونږ په تېر کې کې هم د پاکستان لخوا ورته اعلانونه او ويناوې اورېدلې دي. د پاکستان په خبرو اوعمل کې تناقض يو حقيقت دى، چې دا چلن د باور رامنځ ته کولو په مخ کې خنډونه پيدا کوي.

Image caption پخوانى افغان سفير تاکيد کوي "ښۀ به دا وي چې د طالبانو د قطر دفتر هغوي لپاره د يوۀ ادرس په توگه وکارول شي".

د طالبانو په منځ کې د مشرتابه په سر ناندرو او د مري غونډې سره سره افغانستان کې جگړه کمه نه بلکې توده شوه. طالبان چې افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو کمېدو ته انتظار کوي، دې نښتو کې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. چې په دې کې د يوې اونۍ لپاره د ستمبر مياشت کې د کندز ښار نيول هم شامل دي. دې پېښې هغوي ته د جگړې په ډگر کې د "برلاسي" احساس ورکړ.

طالبانو د خرپ او ترپ تاکتيک بدل کړى، وړاندې به هغوي بريدونه کول بيا به افغان کليو يا د پولې نه اخوا پاکستان کې خپلو پټن ځايونو ته تلل، خو اوس هڅه کوي هغه ولسوالۍ چې خطر منونکي دي ونيسي او کنترول پرې وساتي. په تاکتيک کې دې بدلون هغوي سره مرسته کړې ده چې په ژمي کې هم جگړې ته دوام ورکړي او په دې ډول د تېر په څېر پاکستان کې خپلو پټن ځايونو ته ستانه نۀ شي.

که څه هم طالبانو به د جگړې په ډگر کې لاسته راوړنې درلودې، خو دې يواځې د طالبانو نوم ته تاوان رسولى هغه ځکه چې هغوي په کندز اونورو ځايونو کې د زياتو ملکي تلفاتو او زورونو سبب شوي دي.

افغانان اوس هم د هغوي د سختې واکمنۍ شپې ورځې په ياد لري، او اوس هم باور لري چې هغوي افغانستان کې د پاکستان د گټو يوه وسيله ده.

تر کومه چې خپله د طالبانو مشرتابه پورې اړه لري، هغوي په ډيرېدونکي ډول پاکستان سره د خپلو اړيکو په تړاو ډيرحساس دي ، او ځينو يې کله نا کله په دې اړه چې راولپنډۍ پورې تړل کيږي خفگان ښودلى. له پاکستان نه دباندې د طالبانو د يوۀ ادرس په توگه په قطر کې د هغوي د فتر پرانستل، کېدى شي ددې پيچلتيا يوه نښه وي. د قطر د دفتر د مشر په توگه د شير محمد عباس ستانکزي ټاکلو سره داسې ښکاري چې ملا اختر محمد منصور خبرو لپاره چمتووالى نيسي. دهغۀ دريځ د سياسي حل د اساساتو په تړاو روښانه دي، خو دې ټولو سره سره په ټولو طالب ډلو او غړو د هغه د کنترول کچه معلومه نه ده.

د انځور حقوق
Image caption عمر دادوزى دوه کاله په پاکستان کې سفير وو د سولې په ډيرو خبرو کې يې برخه درلوده

که په پراخ ډول دې مسلې ته وکتل شي دوه خبرې دي: لومړى دا چې طالبان غواړي په تدريج سره ځان په يوه داسې بغاوت چې د هېواد له داخل څخه وي بدل کړي يا هم دا چې پاکستان نه شي کولى امريکا او چين سره خپلو اړيکو ته د تاوان رسولو پرته د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړي. خبره که هر څه وي پاکستان يوۀ داسې حالت سره مخامخ دى چې بايد چين او متحدو ايالتونو ته ثابته کړي چې افغانستان کې د سولې پروسې سره مرسته کوي، خو دې سره هم مهاله که طالبان په تدريج سره د افغانستان داخل ته ځي ددې احتمال شته دى چې پاکستان هغه اغېز او کنترول چې په طالبانو لري هغه له لاسه ورکړي. له همدې امله د خبرو ميز ته د پاکستان له لارې د طالبانو راوستلو هڅې بايد نورو گامونو سره غښتلې شي.

د افغان امنيتي ځواکونو وړتيا او په افغان ټولنې کې د هغوي لوړ ځاى او برعکس د ټولنې لخوا د طالبانو نه منل بايد د اورپکو مشران او د هغوي ملاتړي قانع کړي چې تل لپاره جگړې ته دوام نه شي ورکولى. په کندز کې د هغوي لخوا رامنځ ته شوې گډوډۍ ته د عامو افغانانو سخت غبرگون او يوې اونۍ کې دننه دننه د افغان ځواکونو له لوري د ښار بېرته نيول ددې نښه ده چې طالبان بايد هرې هغې تمې نه لاس په سر شي چې گوا کې افغانستان کې د جگړې له لارې واک ته رسېدى شي.

د سولې خبرې بايد د جگړې ډگر کې له غښتلي دريځ څخه وشي:

په روانو حالاتو کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سياسي هوارى يوه بيړنۍ اړتيا ده. افغان حکومت د کور دننه د روغې جوړې په لړ کې موجودو سروکرښو په تړاو د يوې ملي اجماع رامنځ ته کولو ته اړتيا لري. کابل د هغه حدونو ټاکلو ته هم ضرورت لري چې د هغې په چوکاټ کې هواري ته رسېدى شي.

دې ته په پام سره چې د پاکستان له لارې تېر کې د سولې هڅې نه هيله کوونکې وې افغانستان بايد په دې لړ کې په نورو اړخونو هم غور وکړي.

د خبرو ميز ته د طالبانو راوستو لپاره د پاکستان د هڅولو هڅو ته بايد دوام ورکړ شي.

او ښۀ به دا وي چې د طالبانو د قطر دفتر هغوي لپاره د يوۀ ادرس په توگه وکارول شي.

او تر ټولو مهمه دا ده چې د افغانانو په نوښت، د سولې متوازي پروسه هم پيل شي، يوه داسې پروسه چې برخه وال يې افغانان او مشري يې هم د افغانانو په لاس کې وي خوبايد د ملگرو ملتو ملاتړ ولري. په دې لړ کې د باور وړ او بې طرفه مشرانو د "سولې افغان جرگه" د سولې پروسې کې د منځگړو رول لوبولى شي. د افغانستان نړيوال ملگري، گاونډيان او د سيمې هېوادونه په دې لړ کې د هغوې مشروع گټو او مثبتې ونډې ته په پام سره بايد دې پروسې سره کې شامل وي.