'د تورونو لګولو پر ځای د حقیقت موندنې تګلاره جوړول اړین دي'

د انځور حقوق AFP
Image caption لومړي وزیر نوازشریف په هوايي ډګر کې د ولسمشر غني تود هرکلی وکړ

افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر نواز شریف سره د ' اسیا زړه کنفرانس ' پرانیستلو ګډې غونډې ته وینا کې وویل، افغانستان او پاکستان نه غواړي پر یوه بل تورونه پورې کړي او له همدې کبله باید د حقایقو موندنې لپاره یوه تګلاره جوړه شي.

بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف یادې غونډې ته وینا کې ویلي، افغانستان کې سوله او ټیکاو د ټولې سیمې لپاره مهم دی. نوازشریف زیاته کړه: ''موږ په دې باور یو، چې سوله د پرمختګ لپاره کیلې ده او پرمختګ د اوږد مهاله سولې لپاره اړین دی.''

افغان ولسمشر به پاکستاني چارواکو سره د طالب وسله والو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړي. په دغه کانفرانس کې د سیمي او په افغانستان د ښکېلو هیوادونو استازي په افغانستان کې د همکارۍ او پانګونې په اړه خبرې کوي.

ښاغلي غني د غونډې ګډونوالو ته په خپله وینا کې وویل:

'' د جګړې لومړی دلیل د نړیوالو او سیمه ییزو ترهګرو فعالیتونه دي. القاعده، داعش او هغه ترهګر چې زموږ هېواد ته له چین، ازبکستان، روسیې، تاجکستان او دمنځي ختیځ له هېوادونو راغلي دي، د جګړې لامل دي.

د انځور حقوق
Image caption نورخان هوايي اډې ته د ولسمشر غني له رسېدو سره سم د ۲۱ توپونو سلامي ورکړله شوه

ولسمشر غني نن ګهیځ ( چهارشنبه دسمبر ۹ ) یاد کنفرانس کې د ګډون په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته ورسېد.

د اسیا زړه کنفرانس د استانبول بهیر د لړۍ برخه ده، چې ۲۰۱۱ کال کې افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو په موخه پیل شوی و.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې له هغو هېوادونو مننه وکړه، چې له افغانستان سره د سولې او ټيکاو په راوستو کې مرسته کوي او دغه راز نوموړي وویل ستونزې مشترکې دي او باید په شریکه یې د حل لپاره په سیستماتیک ډول هلې ځلې وشي.

افغان ولسمشر د پنځو هېوادونو تر منځ د اورګاډي پټلیو، ګازو نل لیکې او د برېښنا سیمه ییز لېږد پروژو پیل ته په اشارې سره وویل، چې افغانستان په چټکۍ سره د مرکزي، ختیځې او سویلي اسیا د هېوادونو تر منځ د اړیکو پر نقطې د بدلیدو پر لور د خوځښت په حال کې دی، چې په وینا یې ټرانزیتي همکارۍ د هېوادونو تر منځ د لا پراخو اړیکو سبب کېږي.

د نوموړي په خبره دی هیله مند دی، چې دغه کنفرانس به دې لړ کې اغیزمن رول ولري.

ښاغلي غني له هغو مرستندویانو هم مننه وکړه، چې له افغانستان سره د بیا رغونې په چارو کې مرستې کوي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې هیله مندي وښوده، چې راتلونکی کال به په سیمه کې د سولې او ثبات په تړاو له سږني کاله غوره وي.

د انځور حقوق MEAIndia
Image caption په دې غونډه کې د ګډون لپاره د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج هم اسلام اباد ته رسېدلې ده

هغه دغه راز وویل، چې دی او پاکستانی لومړی وزیر نوازشریف پر یوه بل د تورونو پر ځای د ستونزو حل لپاره پر ګډ کار باور لري.

ټاکل شوې، چې افغان ولسمشر نن په اسلام اباد کې د اسیا زړه کنفرانس کې له پاکستاني، هندي او نورو نړیوالو چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

په دې غونډه کې د افغانستان د سولې د بهیر او امنیتي او اقتصادي وضعیت په اړه غور کېږي.

د ولسمشر غني د هرکلي لپاره د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف 'نورخان هوايي اډې' ته ورغی او د ولسمشر غني هرکلي ته د ۲۱ توپونو سلامي هم وړاندې شوه.

دغه کنفرانس ۱۴ غړي هېوادونه لري، چې پرون یې د پینځمې غونډې په لومړنۍ ناسته کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت کرزي وویل، د افغانستان ټیکاو او سوله د ټولې سیمې په ګټه ده، خو په وینا یې تر څو چې په سیمه ییزه کچه د وسله والو ملاتړ بند نه شي، منځته راتګ یې ناشونی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption نړۍ بدلونونو ته تمه لري او موږ باید نړیواله ټولنه ناهیلې نه کړو سشماسوراج

په دې غونډه کې د ګډون لپاره پرون د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشما سواراج هم اسلام اباد ته رسېدلې ده. دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې د هند یوه بهرنیو چارو وزیر لومړی سفر دی، چې پاکستان ته یې تر سره کوي.

په دې وروستیو کې د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو له ترینګلتیا وروسته دا لومړی ځل دی چې د دواړو حکومتونو تر منځ په دې کچه مخامخ خبرې کېږي.

مېرمن سواراج ویلي، له ځانه سره یې دا پیغام راوړی، چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکې باید پرمختګ وکړي.