له اوباما نه د کندوز پر روغتون د بمباري خپلواکې څېړنې غوښتنه

د انځور حقوق Reuters
Image caption د کندوز پر ښار د وسله والو طالبانو د برید پر مهال د اکتوبر په درېمه نېټه په هوايي برید کې دا روغتون په نښه شوی و

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې پرون ( دسمبر ۹ ) سپینې ماڼۍ ته هغه غوښتنلیک وسپاره، چې کابو پینځه نیم لکو کسانو لاسلیک کړی او له ولسمشر اوباما نه پکې غوښتنه شوې، چې په کندوز کې د دې ټولنې پر روغتون باندې د بمبارۍ د پېښې په اړه خپلواکې پلټنې ته غاړه کېږدي.

د کندوز پر ښار د وسله والو طالبانو د برید پر مهال د اکتوبر په درېمه نېټه په هوايي برید کې دا روغتون په نښه شوی و، چې د بې پولې ډاکټرانو ټولنې د څوارلسو کارکوونکو په ګډون پکې لږ تر لږه دېرش کسان ووژل شول.

د تېر اکتوبر پر درېيمه د بې پولې ډاکټرانو پر روغتون د دغه بريد په اړه د امريکا پوځي پلټنې کې وویل شول، چې څېړنو ښودلې ده امريکايي جنگي الوتکې د ودانۍ په پېژندلو تېروتې وې. راپور کې راغلي و، چې پوځيانو داسې گومان کړى و چې گواکې د اېم اېس اېف روغتون سيمه کې هغه حکومتي ودانۍ وه چې طالبانو نيولې وه.

د پلټنو د پايلو د اعلانولو پر مهال په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو او امريکايي پوځيانو قوماندان جنرال جان کيمبل ویلي و "دا يوه خواشينوونکې تېروتنه وه، او امريکايي ځواکونه به کله هم قصدا روغتون يا بل ځاى چې خوندي بلل شوى وي په نښه نه کړي.''

Image caption د بې پولې ډاکټرانو په خبره، بريد کې د روغتون د ۱۳ کارکوونکو او ۱۰ ناروغانو په ګډون ټول ۳۰ کسان ووژل شول.

ده چې په کابل کې خبرې کولې وويل، هغه کسان چې دې پېښه کې ښکېل وو د هغوي دندې ځنډول شوې دي.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان بیا د تېرې نومبر میاشتې لومړیو کې وویل، د دې منل چې ګواکې تېره مياشت د امريکا جنګي الوتکو په کندوز کې د دغه سازمان روغتون په تېروتنه په نښه کړی، ګران دي.

په افغانستان کې د دغه سازمان يو مشر د خپلو ابتدايي موندنو په اړه ويلي و: ''کله چې د روغتون له دننه ګورو دا بريد قصدي او د خلکو د وژلو په نيت شوی دی، خو نه پوهېږو ولې؟''

د دغه سازمان په راپور کې ويل شوي و، امريکايي الوتکو د روغتون په هغو کارکوونکو او ناروغانو چې له لومړي بريد وروسته تښتېدل، ډزې کړې دي.

د بې پولې ډاکټرانو په خبره، بريد کې د روغتون د ۱۳ کارکوونکو او ۱۰ ناروغانو په ګډون ټول ۳۰ کسان ووژل شول.

بل لور ته اوس دې غوښتنلیک کې پر ولسمشر اوباما غږ شوی، چې د دې پېښې په تړاو د واقعیتونو د موندنې د نړیوال کمېسیون لخوا یوې پلټنې ته غاړه کېږدي.

د امریکايي ځواکونو د دې بمبارۍ له کبله ولسمشر اوباما بښنه هم غوښتې ده.