''اسلام اباد د افغان سولې سرغړونکو پر وړاندې د زور کارولو ژمنه کړې''

د انځور حقوق
Image caption افغان ولسمشر وويل د اسيا زړه کنفرانس په څنډو کې يې له پاکستان، هند، چين او امريکا سره درې اړخيزې او څلور اړخيزې غونډې لرلې

په پاکستان کې د اسيا زړه کنفرانس له راستنېدو وروسته افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې خبريالانو ته وویل کابل او اسلام اباد موافقه کړې هغه وسلوال مخالفين چې د سولې بهير سره نه يو ځای کېږي پر وړاندې به يې په ګډه پوځي ګامونه پورته کېږي.

ښاغلي غني وويل په دغه کنفرانس کې د افغان لوري بله غوښتنه دا وه چې بايد په افغانستان کې د تاوتريخوالي او ويجاړوونکو بريدونو کچه کمه شي.

ده وويل سږ کال د افغانستان لپاره خونړی کال و چې سختې جګړې په کې وشوې او تمه لري چې راتلونکی کال د دې کال په څېر نه وي.

ولسمشر څرګنده کړه چې اسلام اباد ته يې په خپل سفر کې د حقاني شبکې پر وړاندې د پڅو پوځي عملياتو له امله خپله ناخوښي څرګنده کړه.

افغان ولسمشر زياته کړه د اسيا زړه کنفرانس په څنډو کې يې له پاکستان، هند، چين او امريکا سره درې اړخيزې او څلور اړخيزې غونډې لرلې.

ده وويل چين او امريکا ژمنه ورسره کړې، چې د سولې بهير په برخه کې به دوامداره همکاري کوي او د سولې لپاره به يو روښانه چوکاټ جوړوي او هغه مهال چې کوم لوری له ژمنو سرغړونه کوي بايد څارنه يې وشي او معلومه شي چې څوک سرغړونکي دي.

ښاغلي غني دا په ډاګه کړه چې افغانستان بايد د سولې بهير په اړه په محتاط ډول هيله مند واوسي، ځکه د پېچلو مسايلو حل وخت ته اړتيا لري.

ولسمشر غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې د سولې په بهير کې د پاکستان د همکارۍ په اړه کوم ضمانت شته؟ وويل چې د هېوادونو ترمنځ اړيکي د ګټو پر بنسټ ولاړې دي نه د باور.

ده وويل کابل په افغانستان کې د سولې پر بهير نه بشپړ باور لري او نه هم په بشپړ ډول پرې بې باوره دی.

رحمت الله نبيل

Image caption ښاغلي نبيل د پنځو کلونو لپاره د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشري پر غاړه لرله

افغان ولسمشر اشرف غني د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکې ويل کېږي رحمت الله نبيل يې د پاکستان په غوښتنه له دندې ګوښه کړی؟ وويل: ''هر څوک چې دا تور لګوي د ملي خيانت خوا ته ځي. دا ولسمشر مو د دې لپاره نه دی انتخاب شوی او نه هم دا ټيم د دې لپاره جوړ شوی چې نورو ته سر کېږدي.''

ده څرګنده کړه چې په دې ډول څرګندونو سره بايد خلک د افغانستان ملي حاکميت تر پوښتنې لاندې را نه ولي.

رحمت الله نبيل تېره ورځ (پنجشنبه، ډسمبر ۱۰مه) په رسمي ډول خپله استعفا افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړه چې د ښاغلي غني له لوري ومنل شوه.

افغان ولسمشر مسعود اندرابي چې د ملي امنيت يو لوړپوړی چارواکی و، د دغې څارګرې ادارې د سرپرست مشر په توګه ټاکلی دی.

ښاغلي نبيل د پنځو کلونو لپاره د افغانستان د ملي امنيت ادارې مشري پر غاړه لرله.

ټاپي پروژه

Image caption د ګازو د دغې پروژې پر بنسټ به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته صادر شي

ولسمشر غني څرګنده کړه چې افغانستان دا مهال د سيمه ييزې همکارۍ پر پراخولو بوخت دی او په راتلونکو ورځو کې به د ټاپي پروژه پرانستل شي.

د ګازو د دغې پروژې پر بنسټ به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته صادر شي.

د ګازو دغه نلليکه چې شاوخوا ۱۷۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او کابو اته ميليارد ډالر لګښت پرې راځي لويه برخه يې د افغانستان له خاورې تېريږي.

دغه پروژه هر کال دیرش میلیارده متر مکعب ګاز لیږدوي، چې ښايي څلورو غړو هیوادونو ته پریمانه ګټه ورسوي.

افغانستان په دغه پروژه کې ۲۵ سلنه برخه لري.

تمه کېږي، چې د افغانستان په دننه کې به د دغې نللیکې په مرسته ۱۲۰۰۰ وزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د دغې هوکړې پر بنسټ به افغانستان هر کال د ټاپي پروژې نه میليونونه ډالر ترلاسه کوي او د ګازو په برخه کې به یې هم ستونزې هوارې شي.

ورته مطالب